بیجینګ کې لوېدیځوالو ته د ممکنه خطر په اړه خبرداری
د بریتانیا او امریکا متحدو ایالتونو د کرسمس ورځو کې د چین پلازمېنه بیجینګ کې لویدیځوالو ته د متوجه ممکنه خطر په اړه خبرداری خپور کړی دی.
برتیانوي او امریکايي چارواکي وايي دوی په سانلیتون بازار کې د ممکنه خطر په اړه معلومات تر لاسه کړي دي، چې د څښاک ځایونو یو مهم مرکز او له ګڼې ګوڼې ډک سوداګریز ځای دی دی.
د فرانسې او اسټرالیا حکومتونو هم خپلو خلکو ته ویلي، چې غافل نه شي.
بیجینګ پولیسو د ژیړ رنګ کچ امنیتي خبرداری خپور کړی دی.
چین کې د امنیتي خبرداري څلور رنګه سیسټم کې ژیړ رنګه خبرداری د ټیټې کچې دویمه درجه خبرداری بلل کېږي.
د دولتي خبري اژانس شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې دې سره په سوداګریزو مرکزونو کې د امنیت لپاره نور اقدامات وشي او د خځلو یو ځای کولو ځایونه به له هرو ۳۰ دقیقو وروسته یو ځلې پلټل کېږي.
د پنجشنبې په ورځ په سانلیتون سیمه کې د معمول پرتله ډېر پولیس تر سترګو کېدل او د مارکیټونو مخې ته په وسلو سمبال پولیس ځای پر ځای شوي وو.
په یوه مایکرو بلاګ پیغام کې چینايي چارواکو لیکلي، چې د بیجینګ لویو او منځني کچ سوداګریزو مارکیټونو کې یې د امنیت خوندیتوب په موخه ژیړ رنګه خبرداری خپور کړی دي.
د پلازمېنې چاویانګ سیمې په سانلیتون کې ګڼې شرابخانې او رسیستورانتونه دي، چې ډېری مشتریان یې بهرنیان دي.