له افغانستان سره د هند له ژمنه شوو څلورو مي ۲۵ ډوله پوځي چورلکو دری يې افغانستان ته سپارل شوې او څلورمه به هم ډېر ژر را ورسېږي.

د ملي دفاع وزارت يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، 0,,18438490_303,00 ومنله چې هند له افغانستان سره د څلورو پوځي چورلکو د مرستې ژمنه کړې وه چې دری یې افغان حکومت ته سپارل شوې دي.

سرچینې زياته کړه چې څلورمه چورلکه به هم ډېر ژره افغان چارواکو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې هندي سرچينې خبر ورکړی و چې هند د څلورو مي ۲۵ ډوله پوځي چورلکو له ډلې لومړنۍ یې افغانستان ته سپارلې او په پام کې ده چې دری نورې هم ډېر ژر افغانستان ته وسپارل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښايي دغه چورلکې کابل ته د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د سفر پر مهال وسپارل شي.

د خبرونو له مخې، ښايي نريندرا مودي راتلونکې جمعه له روسيې د بېرته راستنېدو پر مهال په کابل کې تم شي او د ملي شورا نوې ودانۍ چې د هند په مرسته جوړه شوې ده، پرانيزي.

د يادونې ده، هند تر اوسه په نورو تخنيکي برخو کې هم له افغانستان سره مرسته کړې، خو دا لومړی ځل دی چې د پوځي وسلو په برخه کې مرسته کوي.

هند د افغانستان د بيا ودانولو په چارو کې ډېره لويه برخه اخيستې او تر اوسه يې شاوخوا دوه ميليارده ډالره د افغانستان به بيارغاونه کې لګولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *