عراقي ځواکونو رمادي ښار کې پرمختګ کړی
تېره میاشت عراقي ځواکونو د دغه ښار د بېرته نیولو د عملیاتو په لړ کې د ښار محاصره بشپړه کړه
عراقي چارواکي وايي دولتي ځواکونو د رمادي ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې پرمختګ کړي.
د ترهګرۍ ضد ادارې یوه ویاند صباح نعماي وویل عراقي او ملیشه ځواکونه چې له هوايي ملاتړه هم برخمن دي سيمه د اسلامي دولت ډلې له اورپکو پاکوي.
رمادي د تېر مې میاشتې راهیسې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې دی.
د تازه پیل شویو عملیاتو په اړه د پوځ یوه اعلامیه کې راغلي د ترهګرۍ ضد قطعې د رمادي ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دي، چې رمادي له ترهګرۍخلاص کړي.
رمادي له پلازمېنې بغداده ۹۰ کیلومتره لېرې پروت ښار دی، چې د مې میاشت کې عراقي ځواکونو د “اسلامي دولت” ډلې د اورپکو له خوا شرموونکې ماته وخوړه.
تېره میاشت عراقي ځواکونو د دغه ښار د بېرته نیولو د عملیاتو په لړ کې د ښار محاصره بشپړه کړه او په دې توګه یې د هغو اورپکو چې د رمادي په مرکز کې دي، اړیکه په انبار ولایت کې له نورو سره پرې کړه.
پوځي چارواکي وايي چې په راتلوونکو دریو ورځو کې به د رمادي ښار د اسلامي دولت ډلې له منګولو خلاص کړي.
د عراق د استخباراتو اداره اټکل کوي چې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې اورپکي د رمادي په ښار کې دي.
د دفاع وزارت وايي له تېرې میاشتې راهیسې اورپکي د رمادي ځايي اوسیدونکي نه پرېږدي چې له ښاره ووځي او په وینا یې چې غواړي له خلکو نه د ډال په توګه کار واخلي.
په عراق کې د اسلامي دولت ډلې يو شمېر مهم ښارونه له ولکې وتلي دي.
د دوشنبې پر ورځ د جېنز ،ای اېچ اېس ډلې د څېړنو له مخې په تېر يوه کال کې اسلامي دولت په عراق او سوريه کې ۱۴ سلنه خاوره له لاسه ورکړې ده.
سره له دې نوموړې ډلې د رمادي تدمر په ګډون په ځينو نورو برخو کې يو لړ ستراتيژيکې سيمې تر ولکې لاندې راوستلې دي.