سعودي عربستان او عربي متحده اماراتود دونالډ ترا مپ سره خپل پرېکون اعلان کړ150326235428_hadi_640x360_reuters

د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د سوداګري لوي مرکزونو د خپلو مغازو د رپونو او الماريو څخه هغه توکې ايسته کوي چې د امريکا د متحده ايالاتو جمهوري رياست ته د جمهوريت غوښتونکو له خوا کانديد دونالد ترامپ سره په يو ډول نه يو ډول تړاو لري

دده بيوګرافي او په اړه يي کتابونه د کتابونو د خرڅلاو له مغازو څخه ورک شوي دي. انترنيټي مغازي هم د هغو توکو د خر څولو څخه ډډه کوي چې دامريکايي مليونر سمبول پکې وې. — لکه ګروپونه ، د سګريټو ډبلې ، زينتي شيان او هنداري. دغه توکې د کمپنۍ لخوا د دونالد ترامپ سره په ګډه د دوبی په ګلف-کلب کې جوړوي او بيه يي ۶ مليارد دالرو ته رسيږي. ددې ترڅنګ ددغه مليونر او لور رسم شوی انځورونه د اعلاناتو او تبليغاتي دړو څخه ايستل شوي دي.

د يادونې وړ ده ، چې ترامپ د مسلمانانو پر ضد توندې خبري وکړلي. ده په وار وار وويل چې امريکا ته بايد د مسلمانانو په ورتګ بنديز ولګول شي. او ددې کار د پاره بايد يو ديوال جوړ شي. خو دامريکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته نورو نوماندانوبيا د ترامپ وینا محکومه کړله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *