داعش په ننګرهار کې د خلافت په نامه راډیويي خپرونې پيل کړي دي.

د ننګرهار خبریالان چې له وړاندې هم له یو لړ امنیتي او نورو ستونزو سره مخامخ وو، اوس د داعش په راډیويې خپرونو کې هم ورته د مرګ نوی ګواښ شوی دیF37F7A8F-5715-455B-93CE-88E83D774A32_cx0_cy10_cw0_mw1024_s_n_r1.

داعش په ننګرهار کې د خلافت په نامه یوه راډیويي خپرونه پیل کړې ده، دغه راډیو د قلم په نامه د یوې بلې سیمه ییزې راډیو پر څپو خپرونې کوي.

د دغې راډیويي خپرونې دوه چلوونکي د ننګرهار مخکني خبریالان دي. همدغو دوو چلوونکو په خپلو خبرونو کې خپلو مخکنيو همکارانو ته د مرګ ګواښونه کوي او واجب القتل يې بولي.

په ننګرهار کې خبریالان ځکه د داعش د راډیو له لوري شوی ګواښ جدی ګڼي چې، د دغې راډیو دوو چلوونکو ته د ننګرهار د ډېرو خبریالانو ادرسونه، کورونه او نژدې خپلوان ورمعلوم دي.

په ننګرهار او لغمان کې د ازادۍ راډیو خبریال شاه محمود شینواری، چې وړاندې هم د افغان حکومت ضد ځینو کړیو په مرګ کواښلی و، وايي چې دا وارې د داعش جګړه مارانو له لوري د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

د خلافت راډیو په مرکز جلال اباد او ورڅېرمه ولسوالیو کې اورېدل کیږي.

د خلافت راډیو د افغان حکومت، نړیوالو ځواکونو او په ننګرهار کې د فعالو رسنیو د خبریالانو پر ضد خپرونې کوي.

خو، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې په دغه ولایت کې يې د رسنیو او خبریالانو د امنیت لپاره یې ځانګړې تګلارې په پام کې نیولي دي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې د اریانا د خصوصي تلویزون خبریال رحمت الله زیارمل چې، په ختیځ زون کې د خبریالانو د ټولنې منشي هم دي، د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د ژورنالستانو خوندیتوب ته پام وکړي.

ښاغلی زیارمل وايي خبریالان بې پري دي او باید يې درناوی وشي” د خلافت راډیو ډېرې خپرونې په خاص ډول د ننګرهار خبریالانو ته ځانګړې دي او خبریالان په بېلابېلو نومونو یادوي چې موږ يې ډېر اندېښمن کړي یو. “

په افغانستان او خاص ډول ننګرهار کې خبریالانو ته د وسله والو او نورو نا معلومه کړیو له لوري د مرګ د کواښونو خبره نوې نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د داعش ته یوې منسوبې راډیو په مخامخ ډول په دغه ولایت کې خبریالان په مرګ کواښوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *