A6C29DAA-98B4-4E12-A7F4-394DB71FBF2D_w640_r1_sملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۲۰۰زره افغانانو په اروپا کې پنا غوښتې ده.

د ملګرو ملتونو او کډوالو د سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر له یو میلیون څخه واوښت.

په دغو څه باندې یو میلیون کډوالو کې يې ډېر هغه خلک دي چې په سوريې کې د جنګ جګړو له کبله خپل کورونه پرېښي او اروپا ته تښتېدلي دي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو نژدې ۲۰ فیصده (۲۰۰ زره) یې افغانان دي.

افغان حکومت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانان اروپا ته مهاجر شوي دي.

په جرمني کې چارواکي وايي په تېرو ۱۲ میاشتو کې څه باندې ۸۰زره افغانانو په دغه هېواد کې پنا غوښتې ده.

په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، بیکاري او د راتلونکي په اړه ناامیدي له هېواد څخه د افغانانو د وتلو مهم علتونه بلل کیږي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۳۶۰۰ کسان اروپا ته پر لار مړه شوي دي؛ د دوی ډېره برخه د یونان او ترکيې ترمنځ لاره کې په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *