د تیرو دریو ورځو د هلمند د سنګین په ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان په جګړه بوخت دي.د تیرو دریو ورځو د هلمند د سنګین په ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان په جګړه بوخت ديA7E45EFA-6AE8-4E4D-9630-49E9B62D2C60_w640_r1_s_cx0_cy3_cw0.

د هلمند والي میرزاخان وویل چې د سنګین ولسوالۍ ټول دولتي تاسیسات دافغان امیتي ځواکونو په لاس کې دي خوهغه دا ومنله چې افغان ځواکونه د طالب وسله والو سره د دغې ولسوالۍ د مرکز په څنډو کې په جګړه بوخت دي.

ښاغلي رحیمي وویل چې هوايي ځواکونو او ځانګړو قطعاتو په سنګین او ګرشک ولسوالیو کې د خپلو مخالفانو ځیني اهداف په نښه کړي چې په ترڅ کې یې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي وویل چې خپلو مخالفانو ته د سر د اوړیدلي زیان په باب به رسنیو ته وروسته معلومات ورکړي.

هغه وویل د مخالفو وسله والو پر وړاندې په روانوعملیاتو کې د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه ډب شوې ده.

د سنګین په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د ضربتي قواوو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د سنګین په جګړه کې تر اوسه ۴۲ تنه افغان سرتیري او ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي دغه ولایت ته د برتانوي پوځونو د بیرته ستنیدلو په باب خپاره شوي رپوټونه و نه منل او وې ویل چې تر اوسه پورې دغه ولایت ته برتانوي عسکر بیرته نه دي ورستانه شوي.

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ وويل چې ځانګړي امریکايي ځواکونه د ښوراب پوځي اډې ته څو اونۍ مخکې ورغلي او د خانشین د بیرته نیولو په عملیاتو کې يې افغان ځواکونو ته هوايي ملاتړ برابر کړی وو.

د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي چي د نړیوالو ځواکونو څخه د مرستې غوښتولو صلاحیت د امنیت شورا سره دی او دوی په ولایتي کچه دا کار نشي کولای.

وسله والو طالبانو د هلمند د سنګین ولسوالۍ په اړه تر اوسه کومه تبصره نده کړې

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *