د داعش عایدات د افغانستان د هیروینو د ترانزیت له درکه په کال کی د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ ملیونو ډالرو رسیږی438772

د«داعش» د ډلی غړی هرکال د افغانستان د هیروینو د ترانزیت له درکه د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ ملیونو ډالرو پوری ګټه تر لاسه کوی. په دی هکله خبر نن د روسیی د نشه یی توکو سره د مبارزی د فدرالی اداری مشر ویکتور ایوانوف کړی دی.

ویکتور ایوانوف خبریالانو ته وویل:«داعش» ډله په فعاله توګه د نشه یی توکو د سوداګیری په چارو لګیا ده. زمونږ د معلوماتو له مخی د دوی د عایداتو کچه په کال کی د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ ملیونو ډالرو پوری رسیږی».

نوموړی زیاته کړه؛ چی په ۲۰۱۴ ز- ل کال کی په منځنی ختیځ کی د «داعش» د ډلی د غړو شمیر د نشه یی توکو د لیږد د کچی ډیروالی سره څلور ځلی ډیر شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *