ناروي داسي معلومات په واک کې لري چې څو اونۍ مخکې د روسيي د د فاع وزارت داسي يوه ويډو ښکاره کړله ، چې په اغلب ګمان د تيلو قاچاق ښيئ چې «438631داعش» يي د سوريي څخه ترکيي ته ليږدوي.

انقره دغه تورونه ردوي. خو حتي د سږکال د جولای په مياشت کې د ناروي مشورتي شرکت يو رپوټ چمتو کړچې له مخې يي ترکيه په واقعي توګه د «داعش» د ترهګرۍ ډلې څخه تيل پيري. په دې اړه سند په ځايي ورځپاڼه کې چاپ شوی دي. « سره له دې چې ناټو په فعاله توګه د «داعش» پر ضد جګړه پر مخ بيائي خو د ناروي د بهرنيو چارو وزارت په رپوټ کې دغه اطلاعات افشا‎ شول چې ترکيه که څه هم د ائيتلاف غړې ده د ترهګرو څخه تيل پيري. د محرمو اسنادو له مخې چې د سوريي او عراق څخه په زياته پيمانه تيل «داعش» ترکيي ته ليږدوي. دغه رپوټ د ناروي د بهرنيو چارو وزارت د سپارښتني له مخي د ناروي مشورتي شرکت Rystad Energy لخوا چمتو شوی وو. دامطلب د ناروي ورځپاڼې ورکړی دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *