په سوريه کي د اسرايلو په بريد کي د لبناني قومندان له وژل کيدو وروسته حزب الله د بدل اخستو خبرداری ورکړی دی

د حزب الله گوند مشر سيد حسن نصرالله ويلي: اسرايلي رژيم سمير قنطار وژلي او مونز به يي حتمآ بدل اخلو1427627630

لبنانی پیژندل شوي قومندان سیمر قنطاری چې په سوریه کې یې د ولسی ځواک په کړۍ کې د دولت په پلویتوب له وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت وو درې ورځې وړاندې د اسرایلي رژیم په برید کې ووژل شو. د لبنان حزب الله ګوند مشر حسن نصرالله په ټلویزیوني خبرو کې ویلي اسرایلیانو سمیر قنطاری وژلی او دوی به له دې رژیم ځخه د نوموړي بدل اخلي.

نصرالله وویل: مونږ به وخت ته په کتو سره بدل واخلو.

حسن نصرالله – ” حزب الله په ځاانګړې توګه خپل دښمن صهیونیستي رژیم چې زمونږ دښمن دی په دې وژنه کې په لاس لرلو پیژنو شهید قنطاری د مقاومت غړی وو او اسرایلیانو وژلی دی. دا زمونږ حق دی چی په مناسب وخت کې به خپل بدل اخلو او مجرم ته به خپله سزا ورکوو.”

د سمیر قنطاری مری تیره ورخ د بیروت په سویل کې د زرګونو کسانو په شتون سره خاوروته وسپارل شو. دی په دوه زره اتم کال کې د اسرایلي رژیم به بندخونه کې له دیرش کلن بند وروسته له اسرایلی بندیانو سره تبادله شو. اسرایلي رژیم دده په وژنه کې لاس لرل نه رد او نه یې هم منلي خو بن یامین نتنیاهو دده له وژل کیدو هرکلی کړی دی.

د سمیر قنطار ورور بسام قنطار له یوې لبناني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي ورور یې د مقاومت له پیله د اسرایلو پر وړاندې مبارزه مبارزه کې او دې رژیم په سوریه او لبنان کې شپږ ځله دده د وژلو هڅې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *