د باميانو ولايتي شورا، عالمانو او سياسي ګوندونو، د ځمکو د غصب په اړه د ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون مشر څرګندونې بېلتون رامنځته کوونکې او د باميانو خلکو ته سپکاوى بللى دىbamiyan-valley-01.

په هغې مشورتي ناسته کې چې په باميانو کې د سيمه ييزې ادارې، ولايتي شورا، عالمانو شورا، د سياسي ګوندونو د همغږۍ عالي شورا، د مجاهدينو شورا، فعالانو او مدني ټولنې بنسټونو او د ښاري ناحيو د مشرانو په ګډون تر سره شوه، په ترڅ کې يې د ولسي جرګې د پلاوي څرګندونې وغندلې.

د باميانو د ولايتي شورا مشر حسين داد خليلي، د ولسي جرګې شکايتونو اورېدو کميسيون مشر د څرګندونو په اړه وويل: “کوم اوازونه چې له پارلمان اورېدل کېږي، د باميانو خلکو ته سپکاوى دى او زموږ خلک به هيڅکله هم دغه سپکاوى ونه زغمي.”

نوموړي، باميانو کې د قانون پر حاکميت، ملي يووالي او ټولنيز عدالت باندې د ټينګار ترڅنګ د ولسي جرګې د پلاوي څرګندونې رد کړې او د هغو موخه يې د خلکو تر منځ بېلتون او نفاق په ګوته کړ.

د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کميسيون مشر عبيدالله بارکزي ادعا کړې، چې د باميانو يو شمېر چارواکو د خلکو ځمکې د استملاک قانون له مراعتولو پرته پر شنو او سوداګريزو ساحو بدلې کړې دي.

نوموړى چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د باميانو د يو شمېر اوسېدونکو د اعتراض اورېدو او څېړنې په موخه باميانو ته تللى و، تېره چهارشنبه د خپل سفر ټول راپور د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړ.

بارکزي وويل: “په باميانو کې د يوه ځانګړې ډلې له لوري د دغه ولايت پر اوسېدونکو په ځانګړي ډول تاجک او پښتون قومونو باندې ظلم روان دى، د بودا مجسمې په نوم د خلکو زرګونه جريبه ځمکه له استملاک پرته غصب شوې ده.”

د ولسي جرګې د پلاوي په وينا، د لاټين چوک او د باميانو نوى سرک، له قانوني پړاوونو تېرولو او د ځمکې له استملاک پرته د خلکو پر ځمکو جوړ شوى او دغه راز د خلکو سلګونه جريبه نوره ځمکه پر شنو او سوداګريزو سيمو بدلې شوې دي.

هغه ويلي، د خلکو ځمکو د استملاک په نوم، د اويا جريبه ځمکې پيسې چې د پخواني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال د دولت له خزانې ايستل شوې؛ د يوې ځانګړې ډلې او ګوند د فعاليتونو په موخه لګېدلې دي.

خو د باميانو د عالمانو شورا وياند محمد سجاد محسني، د باميانو اوسېدونکو ستونزو ته د لاسرسي په موخه د ولسي جرګې لېږل شوي پلاوي ټاکنه، لېږل او اخيستنې له تعصب ډک بللي او ويې ويل، چې بارکزى او د بارکزيانو په څېر نور کينه کوي چې باميان ولې امن دى او باميان ولې يووالى لري.

هغه زياته کړه، د باميانو خلک دا وړتيا لري چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي او د نورو دسيسو ته اړتيا نه لري.

باميانو کې د سياسي ګوندونو د همغږۍ عالي شورا مشر حيدر علي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه خبرې چې د باميانو د پنځه سوه کسانو په حضور کې د ولسي جرګې له پلاوي سره يو ځاى يې درلودې چې فلم يې هم موجود دى، پلاوى په دې باور و، چې زياتې ستونزې نشته، خو کله چې پلاوي ولسي جرګې ته راپور وړاندې کړ، ټولې څرګندونې يې درواغ او له حقيقت لرې وې.

د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کميسيون مشر ويلي، د باميانو اوسېدونکو شاوخوا ٧٠٠ شکايت پاڼې يې ترلاسه کړې، چې د ټولو په اړه به يې څېړنه وشي.

هغه وويل: “په باميانو کې ظلم روان دى، د کوچيانو ځمکې غصب شوې او ان کوچيان د دې واک نه لري چې د خپلو ځمکو په اړه پوښتنه وکړي.”

خو د باميانو والي محمد طاهر زهير پژواک ته وويل، چې د خلکو ځمکې د قانون پر بنسټ پر شنو سيمو او واټونو بدلې شوې، خو يو شمېر کسان غواړي چې د تور په لګولو سره په دغه ولايت کې د رغونې کارونو مخه ونيسي.

د هغه په وينا، د باميانو سيمه ييزه اداره د خپلو اوسېدونکو له اساسي او مدني حقونو څخه د کلک ملاتړ ترڅنګ، هوډ لري څو د ملي ارزښتونو، ولسواکۍ او د عدالت د ټينګښت په موخه خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

د باميانو والي څرګنده کړه، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې په دغه ولايت کې خپل کار ته دوام ورکړى او په دغه موده کې يوه لوېشت ځمکه هم نه ده استملاک شوې، که چېرې استملاک شوې وي، نو له هغه وړاندې به شوې وي.

نوموړي له هغو کسانو چې په دغه ولايت کې د ځمکې د ملکيت ادعا کوي، غوښتنه وکړه چې خپل اسناد له سيمه ييزې ادارې سره شريک کړي؛ څو غوښتنې يې له عدلي او قضايي ارګانونو له لارې په وڅېړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *