د ملگرو امنيت شورا د سوريي ستونزي د هواری لپاره د خبرو د دوام په تراو يوه هوکړه تصويب کړه

له دوه زره يولسم کال راهيسي کله چي په سوريه کي جگره پيل شوي دا لومړی ځل دی چي ټول هيوادونه د سوريي په هکله داسي يوې هوکړې ته سره رسيږي0

دا پريکره ليک په سوريه کي د جگري او ناامنيو په تراو چي ددي هيواد ستونزو ته د هواري په موخه دي تصويب شوي

ملگرو ملتونو هيله مندي خرگنده کري چي دا هوکره وکولاي شي په سوريه کي شکيلي خواوو خبرو ته سره کينوي او په دي سره په دي هيواد کي سوله او امنيت رامنخ ته شي

له سوریې د ملاتړ ډلې چې پکې د یوشمیر سیمه ایزو او نړیوالو ځواکمنو هیوادونو استازي شتون لري او دا پریکړه لیک یې چمتو کړی پریکړه کړې چې د نوي کال په پیل سره به چې یواځې لس ورځې ورته پاتې دي په سوریه کې د لنډ مهالي حکومت د نوي اساسي قانون پر مخکین لیک   د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ پر خبرو به کار پیلیږي.

جان کري – ” د هغه پریکړه لیک څخه چې نن تصویب شو موخه داده چې ددې پریکړه لیک له مخې به په سوریه د لنډ مهالي حکومت د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ خبرو ته لاره هواره وي داسې یوه حکومت ته چې تر شپږو میاشتو به رامنځ ته کیږي په دې لړ کې د اساسي قانون مخکین لیک رامڼځ ته کیږي او تر راتلونکو اتلسو میاشتو به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټاکنې تر سره شي..” کليپ ۲

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ويلي یواځې د خبرو له لارې د سوریې ستونزه هواریدلی شي او دا خبرې هم باید په خپله د سوریانو ترمنڅ روانې وي او دا سوریان دي چې د خپل هیواد د برخلیک په هکله پریکړه کولای شي

سرگئي لاوروف – ” زه په دې ټینګار کووم چې یواڅې هر اړخیزې خبرې کولای شي د سوریې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي داسې یوه لاره چې سکولاره وي او د سوریې ټول وګړي پکې آرامه او هوسا ژوند ولري دا ستونزې هواری ولای شي دې موخې ته رسیدل یوآڅې د سوریانو په مرسته کیدای شي نه د بهرنیانو له لوري تپل.”

تر اوسه هم نړیواله ټولنه په لنډ مهالي او ټاکنو کې د بشار اسد د ګدون او په دې هکله چې کومه ډله ترهګریزه او کومه ترهګریزه نه ده اختلافات پر خپل ځای پاتې دي روسیه امریکا او یو شمیر عربي هیوادونه د سوریې له یو شمیر ډلو ملاتړ کوي په سوریه کې کورنۍ جګړه په دوه زره یولسم کال کې پیل شوه چې تر اوسه یې له امله دوه سوه پنځوس زره کسان وژل شوي او په میلیونونه نور یې کډوالی ته اړ کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *