د آسيا پر مختيايي بانک او د ماليي وزارت ترمنځ د بنسټيزو پروژو د پياوړتيا يو تړون لاسليک شو ددي تړون له مخي ټاکل شوې د برښنا په برخه کي دوه سوه پنځه اويا مسیبسیيليونه ډالره پانگونه وشي او تر دوه زره څلور ويشتم کاله به اويا سلنه هيوادوال له برښنا بر خمن شي

د آسيا پر مختيايي بانک نن د خپلي ژمني لومرني برخه چي يو اعشاريه دوه ميليونه دالره کيزي افغانستان ته ورکړې ده. دې بانک د بنسټیزو پروژو لپاره دوه سوه پنځه اویا میلیونه ډالره د مرستې ژمنه کړې چې په لګښت سره به یې له اندخویه تر شبرغانه او بیا د الوان تر دښتې برښنا ولیږدول شي.

پاتې نور قسطونه به تر دوه زره څلور ویشتم کاله افغانستان ته ورکړل شي

په دې مراسمو کې د برښنا شرکت ریس عبدالرازق صمدی وویل ددې تړون له مخې د هیواد شمال برښنا به بشپړه شي د کابل لوګر وردګو او غزنی برشنا به هم ځواکمنه شي ده هیله مندي ځرګنده کړې چې تر راتلونکې کاله به اویا سلنه هیوادوال د برشنا له نعمته برخمن شي

په هیواد کې د برښنا د پروژو په پیاوړتیا سره به اوسنۍ درې سوه میګاواټه برښنا په زر میګاواته برښنا بدل شي او اوس مهال افغانستان د اړتیا وړ اتیا سلنه برښنا له بهرنیو هیوادوونو را واردوي تاجسکتان ترکمنستان ازبیکستان او ایران هغه هیوادونه چې افغانستان ترې برښنا پیري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *