جنوبي وزیرستان کې د توندلارو پر ضد عمليات پيل شوي
په دغو عملياتو کې د چا د نيول کېدو راپور نه دی ورکړای شوی
د پاکستان پوځي چارواکي وايي جنوبی وزيرستان کې يې د عملياتو پر مهال لږترلږه دوه توندلاري وژلي دي.
دوی وايي د عملياتو پر مهال د ماين یوې چاودنې په پایله کې د پوځ يو سرتېری ټپي شوی دی.
رسنيو داسې راپورونه ورکړي چې د جنوبي وزيرستان د کنډي غر غرنيو سيمو کې د توندلارو پر وړاندې عمليات دويمې ورځې ته غځېدلي دي.
دغه چاڼيز عمليات وروسته له هغې د جمعې ورځې سهار پيل شول، چې امنيتي ځواکونو ته خبر ورسېد وسلوالو په دغه غرنۍ سيمه کې ځانونه پټ کړي.
تر اوسه په دغو عملياتو کې د چا د نيول کېدو راپور نه دی ورکړای شوی.
د عملياتو پر مهال د سړک تر غاړې يوه ځای پر ځای کړي شوي ماين يو سرتېری ټپي کړی.
چارواکي وايي په مدي جان او سپلاتويي سيمو کې امنيتي ځواکونو د توندلارو پر مرکزونو د درنو توپونو ډزې کړې دي.
د پاکستان پوځ له لوري د ضرب عضب عمليات د تېر کال له جون مياشتې راهيسې روان دي او تېره ورځ د خيبر ايجنسۍ په تيراه کې چارواکو د يو شمېر توندلارو د وژل کېدو او د هغوی د مرکزونو ويجاړېدو ادعا وکړه.
په دغو عملياتو کې د پاکستان جيټ جنګي الوتکو هم برخه لرله.
تر اوسه د دغو راپورونو خپلواک پخلی نه دی شوی.