هلمند كې د ملي پوځ عمليات،۳۰ طالبان مړه
هلمند كې د ملي پوځ عمليات،۳۰ طالبان مړه د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د هلمند په ګرشك كې يې د عملياتو په ترڅ كې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي او څلور كړۍ ډول ډول ماينونه يې هم له كشف وروسته خنثى كړي دي.
د هملند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره راستول شوې خبرپاڼه وايي، دغه عمليات د ملي اردو ځواكونو لخوا ګرشك ولسوالۍ په زمبولي، میرمنداب او خړنیکه په سمیو کې شوي چې په پايله كې يې ۳۰تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرپاڼه دغه راز كاږي چې د ملي پوځ سرتېرو د سنګين ولسوالۍ په اړوندو كې ۴ كړۍ ماينونه هم كشف او شنډ كړي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.