هلمند کې سیمه ایز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه مخ په زیاتیدو دههلمند کې سیمه ایز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه مخ په زیاتیدو ده

د هلمند په ولایت کې چارواکي وایي چې د تیرې شپې راهیسې د دغه ولایت د واشیر په ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د ولسوال1dsdfsdۍ په دوه کیلو مترۍ کې جګړه روانه ده.

د هلمند ولایت د واشیر د ولسوالۍ امنیه قوماندان سمنوال محمد رفیق شیرزي وویل چې تیره شپه مخالفو وسله والو په دغه ولسوالۍ پراخه عملیات پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې جګړه د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوې ده.

ښاغلي شیرزي وویل چې که په وخت ورته مرسته را ونه رسیږي نو کیدای شي مخالفان دا ولسوالۍ ونیسي.

د هلمند د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي په لوړ شمېر کې وسله وال برید کونکي غواړي چي د واشېر ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې را ولي خو امنيتي قواوو يې په وړاندي له ولسوالۍ څخه په دفاع لاهم بوخت دي .

د هلمند د واشېرولسوالۍ د فراه ولایت د یوې له نا امنه ولسوالۍ بکوا او په هلمند کې د افغان ځواکونو له ستر پوځي مرکز ښوراب پوځي اډې سره نښتې ولسوالۍ ده .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې د واشېر ولسوالۍ ته تازه دمې قواوې رسېدلي او د افغان پوځ هوايي ځواکونو د مخالفو وسله والو څو ځایونه یې بمبار کړي هم دي.

ځواک زیاته کړه چې پدې بمباریو کې مرګ ژوبله هم اوښتې خو ده يې له کره شمېر څخه نا خبري وښودله.

خو هغه وویل چې د تيرې شپې راهیسې په دې جګړه کې پنځه افغان پوليس ټپیان شوي اوهم افغان پولیسو له یوې پوستې تکتیکي شاتګ کړی دی.

خو یوې بلې سرچینې وویل چې په ټوله کې څلورو امنیتي پوستو له خپلو سیمو څخه شاتګ کړی چې درې یې د ملي اردو او یوه يې هم د پوليسو ده .

د واشېر په ولسوالۍ باندې مخالفو وسله والو په داسې حال کې برید کړې چې یوه اونۍ مخکې هغوی له افغان امنیتي ځواکونوڅخه د خانشین ولسوالۍ نیولې ده.

همداشان دهلمند په شمال کې د نوزاد او موسی قلعه د ولسوالیو مرکزونه لا وړاندې د مخالفو وسله والو په کنټرول کې دي خو په دغو دواړو ولسوالیو کې افغان امنیتي اکونه مرکزونه لري.

د هلمند باغران او ديشو دوه هغه ولسوالۍ دي چې له تیرو کلونو راهیسې د مخالفو وسله والو په کنټرول کې دي.

دغه راز د هلمند د پوليسو ویاند دويم څارن شاه محمود اشنا وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نهر سراج د ولسوالۍ زمبلي او میرمنداب سیمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو نښتو کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

شاه محمود وويل چې په نښتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو هغه وویل چې په دغو جګړو کې پنځه سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *