جرمني په افغانستان کې د خپلو ٩٨٠ سرتیرو شتون منظور کړ
د جرمني پارلمان نن د ۴٨٠ موافقو او ١١٢ مخالفو رائیو سره پریکړه وکړه چې د په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ٨٥٠ څخه ٩٨٠ تنو ته لوړ کړي.
د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو د همدې میاشتې په پیل کې موافقه وکړه چې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې خپل ١٢ زره سرتیري وساتي.
په دې جمله کې ۷۰۰۰ امریکایي او د ناتو د نورو غړو هیوادونو ۵۰۰۰ سرتیري شامل دي.
په افغانستان کې میشت جرمني سرتیري
د ناتو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت چې همدا اوس په افغانستان کې روان دی، افغان ځواکونو ته مشورې او زده کړې ورکوي او مرستې ورسره کوي.
د جرمني ځواکونه په عمومي توگه د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوي دي.
د جرمني حکومت هڅه کوي چې د افغان مهاجرو شمیر چې له هیواد څخه اروپا ته تښتي راکم کړي. جرمني چارواکو دا هم ویلي دي چې د دوی عسکر په افغانستان کې خدمت کوي او دا هیواد د افغانستان د بیارغونې لپاره مرسته کوي، خو افغان ځوانان له هیواد څخه تښتي.
په بهر کې د جرمني عسکرو میشت کول او لیږدول د هیواد د پارلمان یا بوندیستاگ منظورۍ ته اړتیا لري. او په افغانستان کې د جرمني عسکرو د پاتې کیدو لپاره هم پارلمان هر کال خپل هوډ بیا تازه کوي.
ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې ١٢ زره امریکایي او ناتو ځواکونه شتون ولري.