امريکا او انگليس هلمند ولايت ته د ځانگرو ځواکونو څلور ټيمونه استولي دي ترڅو په مستقيمه توگه په جگړه کي د برخي اخستلو ترڅنگ له افغان امنيتي ځواکونو هم ملاتړ وکړي
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې امریکا او انګلستان هلمند ولایت ته د ځ
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان په ډې هکله ویلي ددې ځواکونو لومړنۍ دنده د طالبانو له لوري د هلمند ولایت د سقوط مخنوی ده. څه موده وړاندی خانشین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده.
اوس دې ولایت ته دري امریکایي او یو انګلیسي پوځي ټیم استول شوی او دا دې ولایت ته د له دوه زره ځوارلسم کال وروسته د بهرنیو ځواکونو د بیرته ګرځیدو ښکارندویي کوي. د امریکا د ځانګړو ځواکونو ویاند ویلي: ددوی دنده د پریکړنده ملاتړ ماموریت په کړۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې ورکول ده خو له دې سره به د طالبانو پر وړاندې له افغان امینتي ځواکونو سره په جګړه کې هم برخه اخلي.