د روسیې جنګي الوتکو په سوریه کې د داعش له تیلو ډک ۱،۲ زره تیل وړونکي موټرونه له منځه وړي دي431962

په دې وروستیو څو اوونیو کې په سوریه کې د داعش او نورو ترهګریزو ډلو پر مورچلونو د ګوزارونو شمېر زیات شوی دی. دغه خبر د روسیې فدراسیون د وسله والو ځواکونو د ستر درستیز د اوپراتیفي چارو لوی رییس تورنجنرال سېرګې رودسکوی ورکړ.

روسیې جنګي الوتکې په سوریه کې د ترهګرو د عایداتي سرچېنو شنډولو ته لومړی درجه پاملرنه لري. د همدغې موخې لپاره، یوازې په وروستیو دریو اوونیو کې د جګړه مارانو د تېلو د ناقانوني صنایعو شپږ مرکزونه او د دوی د تېل وړونکو موټرونو اووه کتارونه له منځه وړي، چې اومه تېل او له تېلو جوړېدونکي محصولات یې وړل. د روسیې د جنګي الوتکو د ګوزارونو له پیله تر اوسه د داعشیانو تر ۱،۲ زرو زیات تېل وړونکي موټرونه له منځه وړل شوي دي».

تورنجنرال سېرګې رودسکوي په ټینګار وویل: د سوریې وسله وال ځواکونه، د روسیې په هوایي ملاتړ په ټوله جبهه کې خپلو برېدیزو عملیاتو ته دوام ورکوي. په تېره بیا د لاذقیه، حلب، حما، حمص په ولایتونو او دمشق ته ورڅېرمه د جنګونو تودښت ډېر زیات دی.

د ساري په توګه، په حلب ولایت کې حکومتي پوځونه د کوایرس د هوایي ډګر په چاپېر کې د امنیتي ساحې پراخولو ته دوام ورکوي، او په جنوب-لوېدیز لوري د عدلیب پر خوا مخ په وړاندې روان دي. د سوریې پوځونو په وروستۍ اوونۍ کې د بانډیستي ډلو ټپلو د کلک مقاومت په ماتولو، ۹ کلي او ښارګوټي ازاد کړي دي.

په لاذقیه ولایت کې د سوریې د پوځ د برید کنډکونه په شمالي او لوېدیزو لوریو کې پر برېدیزو عملیاتو بوخت وو. حکومتي پوځونو د دغه ولایت په شمال کې د سوریې-ترکیې د پولې پر یوه برخه خپل کنټرول پراخ کړ.

د سیرمانیه او سلما ښارونو په سیمه کې تاکتیکي مهمې غونډۍ او کلي له جګړه مارانو ازاد شوي دي.

د سوریې حکومتي پوځونو د هېواد په منځنۍ برخه کې حکومتي پوځونو او ولسي ملیشو مهین ښار ته ورڅېرمه یو شمېر مهمې غونډۍ او مورچلونه نېولي دي. حکومتي پوځونه دمشق ته ورڅېرمه هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، مخ په وړاندې روان دي او د مرج السلطان، نولا، دوما او زیبدین په لوریو کې پر ناقانوني وسله والو ډلو د کلابندۍ کړۍ تنګوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *