د امریکا متحده ایالتونو په پرله پسی توګه مسلمانانو ته د تابعیت د ورکولو ډډه کړی ده.

د امریکا جمهوره پلوه، دموکراتان او امریکایی وګړی په دی کی چی مسلمانان ځان په امریکا کی د دوهمی درجی خلک احساسوی، ملامته دی. په دی هکله لیکنه د The Guardian ورځپاڼی خپره کړی ده038534.

د دغی لیکنی لیکوال په دی باور دی؛ چی د ترامپ وروستینی څرګندونی چی امریکا ته د مسلمانانو په ننوتلو باید بندیز ولګول شی، د دی ښکارندوینه کوی، چی «جمهوری پلویان په خپلو چټیاټو کی ډوب دی» او ترامپ د دی خبری نه چی اسلام ډیر وخت د امریکا یوه برخه وه، انکار کوی.

د دی سربیره د فلوریدا د ایالت څخه سناتور مارک روبیو پر مسلمانانو تر سره شوو بریدونو ته هیڅ پاملرنه نه کوی او وایی چی په امریکا کی د اسلام ضد روحیه یوه جوړه شوی روحیه ده.

ویل کیږی چی د هغه مهال راهیسی چی بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، د امریکا د تابعیت د ورکړی، د کډوالو اړونده او د ویزو د ورکړی ادارو هغو قانون مننونکو خلکو ته چی ډیر یی مسلمانان دی، په پر له پسی توګه د اسنادو اخستلو څخه ډډه کوله. څه موده مخکی په خپله اوباما د تروریزم پر ضد مبارزه کی د امریکا د مسلمانانو ونډه په عادلانه توګه یاده کړه.

لیکوال په دی اند دی، چی له دی سره سره جمهوری پلویان او دموکراتان مسلمانانو ته د هغو خلکو په سترګه چی د لږو حقوقو خاوندان دی، ګوری.

د رسنی په اند؛ او امریکا لپاره د دی وخت رارسیدلی، چی د اسلام ضد سیاست په امریکا کی د تعصب بنسټ ږدی او د قانون پر وړاندی د ټولو د برابرتیا پرنسیپ ماتوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *