د شانگهای د همکاریو سازمان په یو دپاسه دوه زرم کې تاسیس شو د شانگهای د همکاریو سازمان په یو دپاسه دوه زرم کې تاسیس شو

د شانگهای د همکارۍ د سازمان د غړو هیوادونو استازي نن او سبا د چین د هینان ایالت په ژنگژو نومی ښار کې د شانگهای د همکاریو د سازمان په څوارلسم5121194137anghaybirliirgtه غونډه کې د گډون دپاره سره را ټول شوي څو د اقتصآدي همکاریو او سوداگریزو اړیکو د پراختیا تر څنگ د ترهه گرۍ سره پر گډې مبارزې خبرې وکړي.

د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده او پدې غونډه کې یې د وینا په ترڅ کې ددې سازمان د اصلي او څارگرو غړو څخه د افغانستان سره د ملاتړ ښودلو په برخه کې مننه وکړه.

د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلودهد افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده

هغه وویل، «مونږ د تاریخ په هغه مقطع کې قرار لرو چې نړیواله ټولنه هم د ډیرو ستونزو سره مخامخ ده او نړۍ د قطبی کیدو په لور روانه ده. په همداسې وختونو کې د شانگهای په شان د سیمه اییزو همکاریو د سازمان اهمیت هم لوړیږي.»

د چین صدراعظم، لي کیگیانگ، د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د اجراییه رئیس، عبدالله او د پاکستان د صدراعظم، نواز شریف، سره جلا جلا خبرې وکړې.

هغه لومړی د نواز شریف سره له غونډې نه مخکې چې اصلی موخه یې د دوستانه او دوه اړخیزو همکاریو زیاتول و، روغ بړ وکړ.

وروسته هغه د افغانستان د اجراییه رئیس عبدالله سره هم ولیدل.

هغه د اجراییه رئیس سره د کتنې پر مهال د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې د ډاډ وړ وبللې او ویی ویل، «چین او افغانستان داسې گاونډیان او دوستان دي چې پر یوه بل باندی ورته ډاډ لري او چین دیته چمتو دی چې د افغانستان د سوله اییزې بیا رغونې او پرمختگ دپاره صآدقانه او فداکارانه مرستی برابرې کړي.»

د چین صدراعظم په سیمه کې د امنیتي ثبات په اړه افغانستان ته په اشارې وویل، «اول باید مونږ د امنیتي همکاریو دپاره خپل قوت او لاره یو ځای کړو.»

هغه د غړو هیوادونو ترمنځ د خپل منځي تماس او همکاریو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې، « د دې ټولنی د غړو هیوادونو ترمنځ بیلې همکاری باید زیاتې شي څو د پولو څخه د دفاع قوه پیاوړې شي، د افراطیت په ضد د سلا مشورو هڅې گړندی شي. په افغانستان کې د سولې دپاره د پخلاینی د بهیر ملاتړ وشي، د مخدره موادو سره مبارزه وشي او د سیمه اییز پرمختگ دپاره خوندي چاپیریال را منځته شي.«

د چین په ژنگژو ښار کې د شاهگهای د همکاریو د سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې صدراعظم دیمیتري میدویدف د افغانستان د اجراییه رئیس عبدالله سره پر دوه اړخیزو همکاریو او بهرني سیاست بحث وکړ.

د افغانستان د اجرائیه رئیس او د روسیې صدراعظم پدې ټینگار وکړ دواړه هیوادونه گډې ستونزې لري چې باید په گډو هڅو حل شي.

هغوي دغه راز د دوه اړخیزو اقتصآدی همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.

د روسیې صدراعظم د افغانستان اجراییه رئیس سره په کتنه کې وویل، «دا غونډه یو ښه فرصت دی چې د دواړو هیوادونو یعنی افغانستان او روسیی پر اړیکو اقتصآدي همکاریو او بهرني سیاست باندې خبرې وشي».

د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلودهد افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده

چین هیله لري چې د شانگهای د همکاریو د سازمان په څوارلسمې غونډې کې د همکاریو ژمنی په عملی بڼه هم پلی شي. صدراعظم لي وویل په خورا مهمو ډگرونو کې د پام وړ موافقې لاسلیک شوې دي.

هغه زیاته کړه، «مونږ په شپږو برخو کې د شفافیت د اصل پر بنسټ د بیلابیلو همکاریو موافقې لاسلیک کړې. یو: د امنیتي چارو همکاري، دوهم: د تولیدي طرفیتونو لوړول، دریم: مالي چارې، څلورم: اتصآل، پنځم:سیمه اییز تجارت او شپږم:د سیمې د خلکو معیشت.»

د شانگهای د همکاریو سازمان په یو دپاسه دوه زرم کې پدې موخه تاسیس شو چې په سیمه کې د شاملو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصآدي چارو همکارۍ پیاوړې او همغږې شي.

چین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، او قرغزستان د شانگهای د همکاریو د سازمان اصلي غړي دي. افغانستان، هند، مغولستان، ایران او پاکستان ددې سازمان څارونکي هیوادونه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *