بغلان کې یو شمېر دیني عالمان او مدني فعالان په دغه ولایت کې د دیني مرکزونو له وضیعت څخه اندیښنه لري او وایي، چې په ځېنو دیني مرکزونو کې زده کونکو ته د ترهګریزو او حکومت ضد فعالیتونو روزنه ورکول کېږي.

د دغو مدني فعالانو پر وینا، که چېرې د بغلان ښوونې او روزنې ریاست، په دغه ولایت کې د دیني مدرسو فعالتونه ونه څاري؛ د دغو مدرسو زیاتره زده کمدرسې ۱وونکي به سخت دریځۍ خوا ته لاړ شي.

د بغلان یو تن دیني عالم استاد مولانا سید نقیب وایي، چې د هېواد د ښوونې او روزنې چارواکي باید په بغلان او نورو ولایتونو کې د دیني مدرسو د فعالیت څخه په جدي توګه څارنه وکړي، چې په دیني مدرسو کې د مخالفینو له نفوذ څخه مخنیوی وشي.

د نعیق پر وینا، (( قانون او پردي رواجونه دلته راوړل کېږی او هغه بیا له دین سره تشبې کوي او وایي چې دا په دين کې راغلي دي، دوی، چې څه په مدرسو کې وايي، هغه هیڅکله په دین کې ځای نه لري ))

په همدې حال کې د مدني ټولنې اجرایوي مسول محمد عاطف عارفیان خبرداری ورکړ، که د دیني مرکزونو فعالیتونه کنټرول نه شي؛ یوه ورځ به د دغو مرکزونو زده کوونکي د حکومت پر ضد پاڅون وکړي.

عارفیان زیاتوي، چې په مدرسو کې اوسنی روان وضعیت د بغلان او نورو ولایتونو ته د خطر زنګ دی، ده ده په خبره، که چېرې د مرکزي او سمه ییزو حکومت له لوري په دیني مدرسو کې تدریسېدونکو موادو ته پاملرنه ونه شي؛ موږ به په بغلان کې د دغو ډلو د لا زیاتو فعالیتونو شاهدانو شو.

خو د بغلان ښوونې او روزنې ځایناستی رییس عبدالقادر رسولي بیا په دیني مدرسو کې سخت دریځۍ ته د زده کوونکو هڅونه نه مني او وایي، چې دوی په دغه ولایت کې د دیني مدرسو له فعالیت څخه څارنه کوي.

‌د رسولي پر وینا، د بغلان په ټولو ولسوالیو کې د څارنې غړي لري او کله نا کله خو د مدرسو او دارالعلومونو د څار له پاره له مرکز څخه هم د څار له پاره د څارنې پلاوي ورلېږي. رسولي همدارانګه وايي، په رسمي مرکزونو کې یې هیڅ داسې څه نه دي لیدلي، چې د ښوونې او روزنې د طرزالعمل خلاف وي.

د بغلان د ښوونې او روزنې ریاست د مسولینو پر باور، اوس مهال په دغه ولایت کې ۳۵ دیني مدرسې او دارالعلومونه ثبت دي، چې ۵ مدرسې یې په هغو سیمو کې دي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. د دوی د معلوماتو له مخې په دغو مدرسو کې له ۱۰ زرو نه زیات هلکان او نجونې په اسلامي زده کړو بوختې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *