د تېرې یکشنبې په ورځ د تاپي ګازو پروژه په رسمي توګه ترکمنستان کې پرانیستل شوه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان کې د تاپي په نوم د ګازو د پروژې له رسمي پرانیستونکې غونډې تر ستنېدا وروسته، کابل کې خبریالانو ته وویل، افغانستان به هم له دې ګازو ګټه اخلي او هم مهاله به د نوري فایبر شبکه پرمخ بوتلله شي151214122843_ghani_512x288_ap.

ولسمشر غني تاپي پروژه د ورېښمو نوې لار وبلله.

ده وویل، لومړی ځل دی، چې یو ګاونډی هېواد خپل میلیاردونه ډالره پیسې د افغانستان د ګټو لپاره پر مېز ږدي او ترکمنستان ځان د افغانستان لپاره د یوه نېک او ښه ګاونډي په توګه ثابتوي.

ولسمشر غني زیاته کړه، له ترکمنستان نه به نه یوازې د ترانزیت پیسې واخیستل شي، بلکې افغانستان کې به هم له دې ګازو ګټه اخیستل کېږي، او هم مهاله به د نوري فایبر شبکه هم وغځوله شي.

ولسمشر غني وویل، د تاپي پروژې۷۳۰ کیلومتره به له افغانستانه د هرات کندهار، فراه او هلمند له لارو تېرېږي، چې تخمیني لګښت یې اته میلیارده ډالره دی، او زیاته برخه یې په افغانستان کې لګول کیږي.

ده وویل، زموږ ونډه له هند او پاکستان سره برابره یعنې پنځه سلنه ده، چې زموږ درې سلنه ونډه به آسیايي بانک ورکوي او ۲ سلنه نور یې خپله ورکوو.

ښاغلي غني وویل، که څه هم افغانستان د دې پروژې د پلي کولو لپاره متخصصین نه لري، خو هڅه یې دا ده چې د یادو څلورو ولایتونو ځوانانو ته په ترکمنستان او نورو هېوادونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

ده وویل، د دې پروژې له برکته به هر کال به افغانستان په مستقیم ډول ۴۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.

ولسمشر غني وویل، له ترکمنستان سره د افغانستان د هوکړې له مخې، په پام کې ده، چې له دغه هېواده ۲۰۰ زره ټنه غنم په ټیټه بیه واخیستل شي.

ښاغلي غني دا پروژه د افغانستان د اقتصاد د بدلون بنسټ وباله، چې په وینا یې د امنیت ساتلو لپاره به ځانګړي ځواکونه وروزل شي.

ده وویل، پاکستان ددې پروژې له لارې د ګازو ۶۰ سلنه اړتیا پوره کوي.

لسمشر غني وویل، له ترکمنستان سره د افغانستان د هوکړې له مخې، په پام کې ده، چې له دغه هېواده ۲۰۰ زره ټنه غنم په ټیټه بیه واخیستل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *