تېره مياشت حکومت په دغه هېواد کې د وټس اپ او وايبر په څېر د پيغام استولو پر خدمتونو بنديز ولګاوه

د بنګله دېش حکومت پر ټوېټر، سکايپ او ايمو ټولنيزو شبکو بنديز لګولی دی150520104244_social_networks_624x351_pa.

د دغو شبکو تنظيموونکي وايي دا د تېرې مياشتې فرمان يوه برخه ده.

تېره مياشت حکومت په دغه هېواد کې د وټس اپ او وايبر په څېر د پيغام استولو پر خدمتونو بنديز ولګاوه.

د معلوماتو له مخې په ۱۹۷۱ کال کې د جنګي جرمونو په تړاو د دوو رهبرانو له اعدامولو وروسته د امنيتي اندېښنو له امله پر وټس اپ او وايبر بنديز ولګېد، خو د تازه بنديز په اړه جزييات نه دي ورکړای شوي.

تر دې وړاندې حکومت اندېښنه ښوولې وه چې د اعدام پر ضد د خلکو د راټولو لپاره له دغو خواله يا ټولنيزو شبکو کار اخيستل کېده، ځکه يې بند کړل.

يوازې درې ورځې وړاندې له فېسبوک نه ۲۲ ورځنی بنديز لرې شو، ځکه کاروباريانو رسمي شکايت وکړ چې د فيسبوک بنديدو يې پر سوداګرۍ بده اغېزه کړې.

په ډاکه کې د بي بي سي خبريال ويلي چې په رسمي ډول په دې اړه هېڅ اعلاميه نه ده خپره شوې.

خو د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې د بنګله دېش د مخابراتو د تنظيمولو ادارې ټولو انټرنټي شبکو ته ليکونه استولي، چې بنديز پلی کړي.

د ټوېټر يوه کاروونکي ليکلي: ”آيا په بنګله دېش کې يو شی هم له بندېز خوندي پاتې کېدای شي؟ ټوېټر، تېر وېستونکي فلمونه، طنزيه پاڼې، سکايپ او په دې پسې به د چا وار وي؟”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *