كومانډو ځواكونو په كندوز كې ۲۷ طالبان وژلي، ۱۱ نور ټپيان دي

جنګل باغ: كومانډو ځواكونو په كندوز كې ۲۷ طالبان وژلي، ۱۱ نور ټپيان دي د كندوز امنيتي چارواكي وايي، تېره شپه یې د دې ولايت په كنمو سيمه كې د يو لړ خاصو عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده5E815A80-F384-4D0D-B950-277830151F2E_mw1024_s_n.

د كندوز ولایت امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ له کلید سره په مرکه کې وايي، تېره شپه ۲ بجې پر كنمو سيمه چې د طالبانو مهم مركز و د ځانګړو کومانډو ځواکونو لخوا پوځي عمليات شوي چې په ترڅ كې يې ۲۷ وسله وال مړه او ۱۱ نور يې ټپيان دي.

امنیه قومندان زیاته کړه، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو ۵ تنه محلي قومندانان هم شته شامل دي.

جنګل باغ دغه راز زياتوي چې د مخالفينو د ځپلو لپاره به يې شپني عمليات تر هغو دوام ولري تر څو سيمه له وسله والو طالبانو څخه په بشپړ ډول پاكه شي: (( له مركزه كندوز ته د كومانډو ځواكونو يوه ځانګړې قطعه راغلې ده چې له دې وروسته به له هوايي مرستندويه ځواك سره يو ځاى په دې ولايت كې شپېني عمليات كوي.))

د هغه په خبره، دا عمليات تر دې دمه ګټور ثابت شوي او وسله والو طالبانو ته په كې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *