د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل هغه وړاندیز رد کړی، چې د یوې جرمنۍ ورځپاڼې په وینا، د امریکا متحدو ایالتونو یې له حکومته غوښتي وو چې د ”اسلامي دولت” ضد ډلې په نړیوالو هڅو کې د خپل حکومت پوځي ونډه ډېره کړي.

میرکل د جرمني ZDF خبري آژانس ته د ”دیر شپیګل” ورځپاڼې د هغې پوښتنې په خواب کې چې، آیا جرمني به د ”اسلامي دولت” ضد ډلې ایتلاف کې پوځي ونډه ډېره کړي؟ 150912094156_german_army_640x360_reuters_nocreditویلي چې ”باور کوم جرمني پخپل وار سره، اوس دې دې موضوع اړوندو مسائلو کې ځان ښکېلول نه غواړي.

”دیر شپیګل” ورځپاڼې د شنبې په ورځ ویلي و،، د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د جرمني حکومت ته یو لیک استولی، چې د لا ډېرې پوځي ونډې اخیستو غوښتنه یې پکې کړې ده.

دا غوښتنه یوه اونۍ وروسته تر هغه شو،ې چې د جرمني پارلمان د سوریې پوځي بریدونو کې د لا ډېرې برخې اخیستو وړاندیز تصویب کړ.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند ویلي، د امریکايي ادارې لیک یې ترلاسه کړی چې اوس پرې بحث روان دی، خو د پیغام د منځپانګې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د جرمني ورځپاڼې ویلي، د کارټر په لیک کې مشخصې غوښتنې نه دي شوې، بلکې داسې یو لیک دی، چې امریکایان یې معمولاً خپلو ملګرو ته استوي.

د ویلو ده چې د جرمني په ونډې اخیستو کې ۶ څارونکې ”تورناډو” الوتکې، او د فرانسوي ‘چارل دیګول’ الوتکې لېږدوونکې بېړۍ او الوتکو ته تېل رسول شامل دي، خو ۱۲۰۰ پوځيان به یې پکې ښکېل وي.

جرمني هوډ نه لري چې په سوریه کې د ”اسلامي دولت” ضد مرکزونو په بمبارولو کې برخه واخلي.

دغه هېواد په دوو وروستیو کلونو کې بهر کې له خپلو پولو د باندې په یو لړ ماموریتونو کې برخې اخیستو ته زړه ښه کړی دی.

د جرمني د دفاع وزیرې اورسولا فون دیر لاین تېره اونۍ وویل، هېواد یې لا ډېر لوی پوځ ته اړتیا لري چې لا ښه فعالیت وکړي.

جرمني له هېواده بهر په بېلابېلو ماموریتونو کې تر ۳۰۰۰ ډېر پوځيان لري، خو که چېرې د سوریې ماموریت ته ۱۲۰۰ نور پوځیان واستوي، بهر کې به یې د پوځيانو شمېر لوړ شي.

جرمني هوډ نه لري چې په سوریه کې د ”اسلامي دولت” ضد مرکزونو په بمبارولو کې برخه واخلي.

د جرمني وزیره مالي ته د ۶۵۰ پوځيانو استولو هوډ لري چې هلته د افریقا په دغه هېواد کې له فرانسوي پوځيانو سره د اسلامپالو پرضد جګړه کې برخه واخلي.

جرمني تېر کال هم د هغو عراقي کردي وسله والو مرستې ته وردانګلي وو، چې د ”اسلامي دولت” پرضد جنګېدل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *