ولسمشر غني وویل، ترکمنستان ددې پر ځای چې له نورو همکاري وغواړي، ګاونډیانو ته یې د همکارۍ کولو لاس اوږد کړی دی151213065432_ghani_in_turkmanistan_512x288_arg_nocredit.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د ” سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د بې پرې پالیسو او نړیوالو همکاریو کنفرانس” کې وویل، ترکمنستان له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کوي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني دا هم وویل د افغانستان ځینې ګاونډیان د همکارۍ د لاس اوږدولو پر ځای افغانستان ته ترهګري صادروي، خو په وینا یې ترکمنستان د همکارۍ لاس را اوږد کړی دی.

ولسمشر غني ترکمنستان په سیمه کې د ښه ګاونډي یوه بېلګه ګڼلې ده، چې په وینا یې په همکارۍ یې اقتصادي غوړېدا رامنځ ته کېدای شي.

د افغانستان ولسمشر وویل: ”موږ له دوو فرضیو سره مخامخ یو: نهیلي، بې وزلي او د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د زیاتولو لپاره له فرصتونو ګټه اخیسته او هیله مندي”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *