په يمن کي به اوربند له راتلونکي ورڅې پيل شي د حوثيانو ډلي له دي سره ويلي د ملگرو ملتونو تر څار لاندي په ناسته کي ددوي استازي گډون کوي دا خبرې به د راتلونکي اوني سه شنبه په ورځ پيل شي او منصور هادي حکومت هم په دي غونډه کي د گډ201411050404543ون اعلان کړی دی

د حوثیانو ویاند او ددې ډلې مرکه چې محمد عبدالسلام په صنعا کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل: دی به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په ناسته کې ګډون وکړي. عبدالسلام زیاته کړې، ټولو ښکلیو خواوو په دې هکله هوکړه کړې نښتې او جګړې به تر راتلونکې یوې اونۍ بندې شي.

د حوثیانو دغورځنګ ویاند ویلي: ټولې خواوو په دې هکله چې کلابندي پای ته ورسول شي او جګړه بنده شي ده ویلي چې له دې سره به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یوې هوکړې ته سره ورسیږو.

محمد عبدالسلام – ” د هوکړې له مخې د روانې میاشتې له څوارلسمې نیټې به بریدونه بند کړل شي او په عملي کیدو سره به یې په راتلونکو څلورویشتو ساعتونو کې په جدي توګه خبرې پیل شي مونږ په دې غونډه کې په جدیت سره ګډون کوو ترڅو د ستونزې هواری ته یوه حل لاره رامنځ ته شي.” کليپ ۱

عبدالسلام وویل: له دې سره چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي د حوثیانو ټولې غوښتنې په پام کې نه دي نیولې خو بیا هم د هر وخت په پرتله خبرو اترو ته په ښه توګه لاره هواره شوې ده.

د منصور هادي د حکومت بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دده په مشری به د جینو په ناسته کې یو حکومتي پلاوی ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې د یمن په نهه میاشتینۍ جګړه او هوایي بریدونو کې تر اوسه له شپږ زره ډیر کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *