افغانستان هیله لري چې د دغي پروژې پلي کېدو سره به هم اقتصادي ګټه وکړي او له سولې او ټکاو څخه برخمن شي.

د ‘ټاپي’ په نوم د ګازو نل لیکې پروژه نن (یکشنبه) رسماً په ترکمنستان کې پرانیستل شوه. د پرانیستې په پیل کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي ب151213044142_gas_pipeline__512x288__nocreditردي محدوف وویل، د ګازو د نل لیکې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال تر دسمبر میاشتې پورې بشپړه شي.

د پرانیستې مراسم د ترکمنستان په سوېل لوېدیځ ماري ښار کې ترسره شول، چې د افغان ولسمشر سربېره، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د هند مرستیال ولسمشر حمید انصاري هم ورغلي وو.

د ترکمنستان ولسمشر دا هم وویل، چې دا پروژه به په کال کې د ۳۳ میلیارد مرت مکعب ګاز لېږدولو توان ولري.

دا پروژه شاوخوا اته میلیارده ډالره لګښت لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ددې نل لیکې د عملي چارو د ګډون په غونډه کې د ګډون لپاره عشق اباد ته تللی دی.

دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلیږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته ځي.

دغه د اته میلیارده ډالرو ټاپي پروژې طرحې هوکړه لیک د ۲۰۱۰ میلادي کال په وروستیو کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان له خوا په عشق آباد کې لاسلیک شو.

دغه پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او ددغو څلورو هېوادونو لپاره سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

افغانستان هیله لري چې د دغي پروژې پلي کېدو سره به هم اقتصادي ګټه وکړي او له سولې او ټکاو څخه برخمن شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *