روسيې د ترکيې پر کب نيوونکې بېړۍ ډزې کړې دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/12/151213124936_russian_warship_640x360_mil.ru_nocredit.jpg)
د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې له راغورځولو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي خراب شوي دي
د روسيې جنګي بېړۍ د ترکيې پر يوه کب نيوونکې کښتۍ ډزې کړې دي، روسيه وايي د دې وېره وه چې د ترکيې کښتۍ له روسۍ بېړۍ سره ټکر شي.
د روسيې د د فاع وزارت په وينا د ترکيې کب نيوونکې کښتۍ د روسيې بېړۍ ته ۶۰۰ مېتره نژدې ورغلې وه، چې دوی پرې د سپکو وسلو ډزې وکړې او ترکۍ کښتۍ بيا خبل لوری بدل کړ.
د يادې شوې پېښې په تړاو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د ترکيې پوځي غړی ورغوښتی دی.
د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې له راغورځولو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي خراب شوي دي.
تيره مياشت د ترکيې ايف ۱۶ جيټ الوتکو د سوريې او ترکيې پر پوله د روسيې الوتکه راغورځولې وه. ترکيې ويلي وو، روسۍ الوتکه د ترکيې هوايي حريم ته ننوتلې وه او پر وينا يې ترکيې ورته خبرادری ورکړی و، خو روسيې بيا دا څرګندونې رد کړې وې.
د نوې پېښې په تړاو خبرپاڼه کې راغلي چې “له ډېرو خبرداريو سره سره ترکۍ کښتۍ غبرګون و نه ښود او له دوی سره يې اړيکه و نه نيوله.”
په خبرپاڼه کې راغلي، “د ټکر د مخنيوی لپاره پر ترکۍ بېړۍ له داسې فاصلې چې خطرناکې نه وې د سپکو وسلو ډزې شوې دي.”
د روسيې جنګي بېړۍ په سوريه کې د ياغيانو پر وړاندې جګړه کې برخه لري.