د مسکو په کنفرانس کې د داعش پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وشو

هغه کنفرانس چې په مسکو کې “د افغانستان او مرکزي اسيا لپاره د داعش ګواښ” تر نوم لاندې جوړ شو، د داعش پر وړاندې د سيمې هېوادونو پر ګډې مب20ارزې ټينګار وشو.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر فهيم دشتي او د دې ناستې يو ګډونوال وويل چې په دې غونډه کې د افغانستان، تاجکستان، ايران او روسيې ډيپلوماتانو، د ورځپاڼو ليکونکو او د علمي سازمانونو استازو برخه درلوده.

د هغه په وينا، له افغانستانه د ده تر څنګ په ټاکنيز نظام کې د اصلاح کمېسيون مرستيال وحيدالله توحيدي، د تمدن ټلويزيون مشر جواد محسني، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير سلاکار غلام سخي غيرت او د ټولنيزو چارو کارپوه محمدعمر شريفي ګډون کړى و.

د دشتي په وينا، دا ناسته چې تېره اوونۍ ترسره شوه، د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره يې په ډاګه کړه چې داعش د سيمې لپاره يو ګډ ګواښ دى او بايد پر وړاندې يې ګډه مبارزه وشي.

نوموړي زياته کړه چې په ياد کنفرانس کې وويل شول چې داعش يو ګواښ او يوه ترهګره ډله ده چې په افغانستان کې د ودې موکه ورته برابره ده.

د هغه په باور، داعش د مرکزي اسيا لپاره يو ستره پروژه ده او سرتېري يې له تندو مذهبي احساساتو څخه د ډکې نظرې له خلکو څخه ګومارل کېږي.

دشتي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په افغانستان کې ځيني کسان د داعش بيرغ په پورته کولو سره غواړي څو وښيي چې زيات وحشي دي. هغه ويلي دي چې افغانستان کې له طالبانو سربېره د ازبکانو، تاجکانو، او يغورانو او چيچنيانو ترهګرې ډلې هم شتون لري؛ القاعده يو تړل شوى باب دى چې دنده يې سرته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې نوموړي هيله مندي وښوده کله چې د روسيې په څېر سيمه ييز ځواک شتون ولري او له افغانستان سره د همکارۍ موکه هم برابره وي، روسيه بايد له کاروان څخه ځان لرې نه کړي؛ ځکه له کاروان څخه لرې والى د افغانستان او روسيې پر زيان دى.

د کنفرانس ډېرو ګډونوالو د خپلو شنونو په ترڅ کې چې د مرکزي اسيا لپاره د داعش ګواښ پر وړاندې يې څرګندې کړې، د سيمې امنيت په ټينګښت کې د روسيې نقش مهم و باله.

د راپورونو له مخې، د ګوميليف مرکز مشر پاور زريفولين چې دغه کنفرانس يې جوړ کړى و، وويل: “تروريزم د نظام ضد پديده ده او د ويجاړولو لپاره ټول مذهبي، فرهنګي او قومي دودونه تر پښو لاندې کوي.”

د هغه په وينا، ترهګري نن ټوله نړۍ ګواښي چې د يو ويروس او سرطان په شان د پراخېدو په حال کې ده څو له پولو واوړي او نړيوال نظام نسکور کړي.

هغه ويلي دي: “روسيې د تروريزم موضوع د اهميت په درکولو سره، د کړکېچ زياتوالي نه د مخنيوي لپاره، په سوريه کې د داعش پر سنګرونو بريدونه وکړل، د پخواني شوروي پولې پياوړې کوي او له افغانستان څخه د ملاتړ په خاطر له داعش سره مبارزه کوي.”

همداراز راپورونه کاږي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير سلاکار غلام سخي غيرت، روسيه يو ستر سيمه ييز ځواک بولي او ويلي يي دي چې روسيه د مرکزي اسيا له هېوادونو سره د ښو اړيکو او همکارۍ رامنځ ته کولو په برخه کې مهم نقش لوبوي.

هغه په دې ناسته کې ويلي، د افغانستان ننني شرايط داسې دي چې کابل کولى شي د سياست، اقتصاد، امنيت او نورو برخو کې د ستونزو هوارولو لپاره د روسيې له تجربو څخه ګټه واخلي.

د راپورونو له مخې، د دغه کنفرانس کارپوهان او ګډونوال د وروستۍ حل لارې په جوړولو سلا شول، ټول ګډونوال په دې باور وو چې له ترهګرو ډلو سره مبارزه د سيمې هېوادونو د مشرانو ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.

د هغوى په وينا؛ د روسيې، افغانستان او په مرکزي اسيا کې د پخواني شوروي جمهوريتونو تر منځ همکاري، له نړيوال تروريزم سره د مبارزې په برخه کې، يو واحد پروګرام رامنځ ته کولو لپاره اړين دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *