د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي ديCGUk95TXIAAVnSc.jpg large.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

ده وويل : (( د شيګل ولسوالۍ په امان کوټ سيمه کې خلک د دوکان مخې ته ناست چې ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وکړه.))

دى وايي چې په ياده چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي خو څوک په کې ټپيان شوي نه دي .

سيدخېلى وايي چې دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و.

دغه راز د کونړ د ولايتي شورا مشر جمال الدين سيار وويل چې په شيګل ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه وايي چې وژل شوي کسان د کونړ ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *