د ابو محمد الجولاني په مشرۍ نصرت جبهې د القاعدې شبکې له مشر ایمن الظواهري سره بیعت کړی دی

د سوري نظام مخالفې او له القاعدې شبکې سره د تړلې وسله والې ډلې مشر ابو محمد الجولاني د ریاض پر کنفرانس نیوکه کړې چې په وینا یې له سوري حکومت سره د ”واکمن نظام له پاتې کېدو پرته” بله ګټه نه لري141048_876.

”نصرت جبهه” دغه کنفرانس ته، چې د شاوخوا ۱۰۰ وسله والو او سیاسي ډلو استازي ورغلي وو، نه وه وربلل شوې.

ابو محمد الجولاني د سوري مخالفانو اړوند ”اورینت” تلوېزیون ته ویلي: ”د ریاض له کنفرانس سره موږ هېڅ تړاو نه لرو، او نه هم دغه کنفرانس په واقعیت کې کوم واک لري”.

دی زیاتوي، د ریاض کنفرانس هڅه کوي چې اسد په واک کې پاتې شي.

الجولاني زیاتوي: ”زما په اند دغه کنفرانس په ویانا کې د تېرو هڅو د اجرا کولو یو ګام دی، او د ویانا کنفرانس داې پرېکړه وکړه چې د شام د وګړو په ګټه نه وه، او په بشپړه توګه د ردولو وړ ده”.

د ریاض کنفرانس کې پرېکړه پر دې شوه چې د ټولو اړخونو او ډلو استازي لرونکی نظام جوړ شي”.

د ریاض کنفرانس کې پرېکړه پر دې شوه چې د ټولو اړخونو او ډلو استازي لرونکی نظام جوړ شي”.

خو مخالفانو پخپله ویناپاڼه کې ټینګار وکړ چې ”بشار الاسد او مرستیالان یې باید په انتقالي پړاو کې هېڅ رول ونه لري”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *