داعش وايي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي، خو سوري حکومت د وژل شویو شمېر ۱۶ ښيي151213002419_homs_640x360_afp_nocredit

‘اسلامي دولت’ ډلې د سوریې حمص ښار کې د هغه ځانمرګي برید پړه منلې ده، چې لږترلږه ۱۶ کسان پکې ووژل شول. دا برید د ښار په حي الوعر سیمه کې د اوربند له هوکړې څو ورځې وروسته شوی دی.

دغې ډلې په یوه ویناپاڼه کې ویلي ”یوه وسله وال ابو احمد الحمصي د حمص ښار په الزهراء کلي کې له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر چوولی دی”.

دا برید د حمص ښار په شمال لوېدیځ حي الوعر سیمه کې د وسله والو مخالفانو او حکومت ترمنځ د اوربند له هوکړې څو ورځې وروسته شوی دی.

د اوربند هوکړه کې ملګرو ملتونو ته د څارنې رول ور په غاړه شوی، چې له الوعر نه به وسله وال جنګیالي او ولسي وګړي وځي.

”اسلامي دولت” ډلې ویلي، دوو چاودنو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي، خو سوري حکومت وايي په یوه برید کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ټولنې ویلي، لومړۍ چاودنه الزهراء کلي کې یوه روغتون ته څېرمه شوې ده.

د سوریې رسمي خبري آژانس ”سانا” ویلي، د سوریې لومړي وزیر وائل الحلقي دا برید غندلی چې په وینا یې ”د سوریې ولس به نهیلی نه کړي”.

د الوعر سیمې د اوربند له هوکړې وروسته، حکومتي ځواکونو پر حمص ښار منګولې ټینګې کړې دي.

اټکل دی چې د وسله والو کسانو او د هغوی د کورنیو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ کسان له حمص ښاره وتلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *