په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې151212045221_saudiarabia_women_election_512x288_gettyimages_nocredit.

په سعودي عربستان کې د ښاروالۍ ټاکنې کېږي، چې په لومړي ځل ښځې پکې رایې ورکوي او دغو ټاکنو ته تر ۹۰۰ ډېرو ښځو ځانونه نومولي دي.

که څه هم ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوې، خو لاهم پرې د موټر چلولو بندیز دی.

له ټول ټال ۵۹۳۸ کاندیدانو څخه یې ۹۷۸ ښځې دي.

ټاکنیز سیالان د ښاروالۍ په شوراګانو کې د ۲۱۰۰ څوکیو لپاره سیالي کوي، خو ۱۰۵۰ نورو څوکیو ته بیا د پاچا په موافقې ټاکل کېږي.

د ټاکنیزې سیالۍ پرمهال، نوماندو شویو ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې د یوې پردې ترشا خپلو مینه والو ته وینا وکړي، او یا یې پر ځای یو وکیل وغږېږي.

د سلمی الراشد په نامه یوې کاندیدې ویلي: ”ښه احساس مو درلود. بدلون یو لوی تور دی، خو ټاکنې زموږ د حقونو د استازیتوب لپاره لاره هواروي”.

دا د سعودي په تاریخ کې د خپل ډول درېیمې ټاکنې دي.

په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.

د سعودي عربستان مړه شوي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پرېکړه کړې وه.

نوموړي د اصلاحاتو پرمهال ویلي وو ”په سعودي کې ښځو ثابته کړه چې دوی ښه مشوره او رایه لري”.

پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې د هېواد د مشورتي عالي شورا ۳۰ ښځینه غړې وټاکلې.

پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې ولسي جرګې کې ۳۰ ښځ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *