د کابل شيرپور ډله ايز بريد د ۱۱ کسانو په وژل کيدو سره پاي ته رسيدلي دي

نښته له چاودنوو سره مل تير ماښام د اسپانيا سفارت څنگ ته پيل او د سهار تر دوه بجو يي دوام درلود چي له امله يي څلور بريدگر څلور پوليس يو افغان او دوه بهرني وگړي وژل شوي له دي سره چي د ټپيانو کره شميره نه ده مالومه خو ايمر جنسي روغتwazirakbarkhan_kabul_rabbani2-b5dafون ويلي له دي پيښي اوه تنه ټپيان دوی ته ور وستل شوي دي

برید تیره شپه په یوه ځانمرګي برید سره پیل او نور بریدګر یوې ودانۍ ته چې بهرنیان پکې میشت وو د ننه شول سیمه ایزو اوسیدونکو چاودنه ډیره زوروره ښودلې ده

د کورنیو چارو امنیتي مرستیال جنرال ايوب سالنگي، په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې په دې پیښه کې له یوه موټر بم څخه کار اخستل شوی دی

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي نښته تر نن سهاره د دریو بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیده

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې په دې پیښه کې څلور بریدګر څلور پولیس دوه اسپانیایي او یو افغان وژل شوي دي

وسله والو طالبانو ددې برید پړه منلې ویلي یې دي چې په دې نښته کې یې ډيریو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. بله خوا د اسپانیا لومړي وزیر ویلي د برید موخه ددوی سفارت نه وه او ددوی هیوادوالو ته پکې کوم زیان نه دی رسیدلی

” ددې برید موخه په افغانستان کې د اسپانیا سفارت نه وه هغه څه چې طالبانو ویلي برید پر یو شمیر میملستونونو تر سره شوی کوم چې سفارت ته نږدې پراته وو.” (بخشي از صدا)

په دې وروستیو کې بریدونو ته په داسې حال کې زور ورکړل شوی چې ولسمشر په افغانستان کې د پخلاینې خبرو د بیا پیلیدو په هکله د افغانستان پاکستان او امریکا له هوکړې خبر ورکړی دی

د نن شپې له برید وروسته دوه ورځې وړاندې هم د کندهار هوایي ډګر پر یوې سیمې د وسله والو په برید کې ترپنځوسو کسانو وژل شوي وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *