د شمال زون د شاهين قول اردو قوماندان وايي چې په دغه زون کې قاچاقبران هڅه کوي، چې جګړه روانه وساتل شي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالحميد حميد وويل، چې په شمال زون کې قاچاقبران د وسله وال دښمن ملاتړ کويجنرال حميد.

نوموړي همداراز د شمال زون په جګړه کې د قاچاقبرانو ښکېلتيا د وسله وال دښمن د ملاتړ له ټولو ستر لوجستيکي اړخ وګاڼه.

د هغه په وينا، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې په شمال زون کې د قاچاقبرانو ۳۰ سلنه عوايد بېرته پر وسله وال دښمن باندې د جګړې د جاري ساتلو لپاره لګول کېږي.

شاهين قول اردو قوماندان وويل، قاجاقبر هڅه کوي چې د جګړې د جاري ساتلو له لارې د خپل ناقانونه کاروبار موده اوږده کړي، چې په تېر يوکال کې يې دوی د مخنيوي په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې دښمن د هېواد د شمال په اړه ډېرې ناوړه موخې لرلې؛ خو د افغان ځواکونو د پرله پسې هڅو له امله دښمن ورته ونه شوای رسېدی.

د هغه په وينا، وسله وال دښمن هڅه کوله چې د شمال زون ځينې ولايتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، د شمال لويې لارې بندې کړي او د سوداګريز کاروبار پر وړاندې خنډونه پيدا کړي.

د شاهين قول اردو قوماندان وويل چې په روان کال کې د دښمن پر وړاندې ۷۳ چاڼيز عمليات تر سره شوي، چې په کې ۲۸۶۹ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۶۰۸ وسله وال ټپيان او ۱۴۸ وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

خو نوموړي زياته کړه چې لا هم د شمال زون په ځينو ولايتونو کې لوړ امنيتي ګواښونه شته دي.

د هغه په وينا، د بدخشان په څلورو، د تخار په درېيو، د کندوز په پنځو، د سرپل په درېيو، د سمنګان په دوو، د جوزجان په درېيو او د فارياب ولايت په څلورو ولسواليو کې لا هم لوړ امنيتي ګواښونه شته .

هغه زياته کړه، چې د پورته ولايتونو د سمې تصفيې په تړاو دم ګړۍ په شمال زون کې د دښمن پر وړاندې څلور چاڼيز عمليات روان دي.

ډګر جنرال حميد وويل، چې په فارياب کې د شمشېر۱۵ په نامه ، په کندوز کې توفان۱۰، په تخار کې د توفان۱۱ او په بغلان کې د خورشېد۹ په نامه چاڼيز عمليات روان دي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د نړيوالو او سيمه ييزو استخبارتو کړۍ افغان حکومت پر وړاندې په روانه جګړه کې ښکېل دي.

د هغه په وينا، په شمال زون کې د وسله والو مخالفينو او ورسره د دوی د ملاتړو شمېر ۱۱۱۷ کسانو ته رسېږي چې ۴۰۰ يې په کې د بهرنيو او سيمه ييزو استخباراتو پورې تړاو لري.

د شاهين قول اردو قوماندان وويل چې په شمال کې د پاکستاني، عرب او د منځنۍ اسيا تروريستان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *