صلاح الدین رباني نن ولسي جرګې ته وویل چې پاکستان ورسره د هغو وسله والو ډلو برخلاف د ګډې مبارزې ژمنه کړې چې سوله نه منيصلاح الدین رباني نن ولسي جرګې ته وویل چې پاکستان ورسره د هغو وسله والو ډلو برخلاف د ګډې مبارزې ژمنه کړې چې سوله نه منيparliment

د افغانستان پارلمان نن د بهرنیو چارو د وزیر له استجوابیه غونډې وروسته د ولسي جرګې ځينو غړو ویل چې د سولې په تړاوو د پاکستان وروستۍ ژمنې عملي ندي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په څو راتلوونکو اوونیو کې به له طالبانو سره د سولې جدي مذاکرات پيل شي او یوې نتجې ته به ورسیږي.

د سولې په تړاوو د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې له څرګندونو وروسته نن د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په یوې استجوابیه غونډه کې د پارلمان غړو ته وویل په اسلام اباد کې د اسیا د زړه د کنفرانس په حاشیه کې پاکستاني چارواکو د سولې په تړاوو واضح تعهد کړی دی او امریکا په ځانګړي ډول له دغو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده؟

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل “په واضح ډول د امریکا او د چین د استازو په شتون کې موافقه وشوه، چې له هغو ډلو سره چې د سولې او مذاکراتو نه ډډه کوي، باید په لاس کې د شته امکاناتو په واسطه جدي او قاطع مبارزه وشي.”

د سولې په تړاوو د ولسمشر غني د تېرې ورځې د خبري کنفرانس د ويناء په اړه د ولسي جرګې غړي وايي، چې پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه کوي او د سولې خبرې د وخت ضایع کول دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وايي، فکر نه کوي طالبان سولې ته حاضر شي،هغه وویل “طالبان اوس یوه ډله نده چې حاضر شي، طالبان په څو ډلو ویشل شوي دي، یوه هغه ډله چې دا دومره وخت دوی زمونږ حکومت د سولې په تړاوو غولولی دی، هغه بیا حاضره شي، بیا هماغسې یو پروسیجر به وي او نورې ډلې چې دي، فکر نه کوم چې سولې ته حاضر شي.”

ځينې وکیلان بیا وايي، په ژمي کې حکومت دې د خپلو ځواکونو لا تجهیز او روزنې ته پام وکړي او په سوله دې وخت نه تېروي.

د ولسي جرګې غړی انورخان اوریاخیل وویل “اوس داسې حالات راغلي دي، چې ژمی دی، دا درې میاشتې مونږ ته داسې فرصت دی، چې خپل قوتونه مونږه خپلې خلاووې ترمیم کړو، او د سولې په حالاتو باندې باید مونږ ځانونه مصروف نه کړو.”

خو د ولسي جرګې بل غړی ګل پاچا مجیدي بیا د ولسمشر سفر له لاسته راوړنو ډک بولي وايي د سولې په تړاوو تضمینونه شته دي، هغه وویل “ټول سفر د یوه تعهد له مخې شوی دی، تضمینونه ورکړل شوي دي، د چین امریکا د بریتانیا له خوا او مونږ مطمئین یو چې کلي د طالبانو د پاکستان په لاس کې ده، دوی به مجبوره کیږي، چې یا د افغانستان له لوري سره د سولې خبرې کوي، غیر د هغې نه پاکستان هغه تعهد کړی دی، چې دوی به له طالبانو سره هغه برخورد کوي لکه خپلو طالبانو سره یې چې کړی وي.”

د سږني میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په لومړي ځل افغان حکومت او د طالبانو استازو د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته څېرمې په مري کې د سولې په خبرو کې برخه واخېسته چې ددې میاشتې په وروستیو کې د ملا عمر د مړینې له اعلان سره د سولې د دوهم پړاوو ناستې وځنډېدې.

دا چې د سولې دا خبرې به کله او چېرې د قیقا ترسره شي، لا هم ندي معلوموې

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *