پاکستان د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په څلور اړخیزه ناسته کې وویل، چې پاکستان به د هغ22_24_115و اورپکو سره قاطعانه مبارزه وکړي، چې په وینا يې د افغانستان اساسي قانون نه مني او له افغان حکومت سره سولې ته غاړه نه ږدي.

را رسېدلو راپورونو له مخې پاکستان په دې اړه د لومړي ځل له پاره امريکا او چين هېوادونه په ضمانت کې ورکړي.

په دغه ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې ترهګر د سيمې او نړۍ له پاره ګواښ دی او باید د دغې ډلې د ځپلو له پاره يوه جامع طرحه رامنځ ته شي.

خو د پاکستان د دغې ژمنې په هکله د سياسي چارو ځينې کارپوهان خوشبینه نه دي او وايي، چې د پاکستان دغه ډول ژمنې اجرايوي ضمانت نه لري.

د سياسي چارو کارپوه لطیف نظري په دې باور دی، چې پاکستان د عامه افکارو د جلبولو له پاره دا شان څرګندونې کوي، خو په وينا يې دا شان څرګندونې به د پاکستان خارجي سیاست باندې هيڅ راز اغیز و نه کړي.

د نظري په خبره، ترڅو چې پاکستان خپل سياست ته تغیر ور نه کړي، نو د تروریزم او وسله والو د ځپلو په برخه کې به د افغانستان یو طرفه سیاست هیڅ راز اغیز و نه کړي.

د سياسي چارو بل شنونکی فرامرز تمنا وايي، چې له تروریزم څخه ملاتړ کول د پاکستان خارجي سیاست دی او دا سیاست د خپلو ملي ګټو په رڼا کې پر مخ بیايي.

د نوموړي په وینا، له تروریزم ملاتړ کول د پاکستان له خارجي سیاست سره تړلې ده.

تمنا وايي، چې افغانستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د یو سیمه ییز اجماع د جوړېدو په لټه کې شي او دغه اجماع له پاکستان پرته هم جوړېدی شي.

داسې ويل کيږي، چې د افغانستان د درې اړخیزې ناستې په اړه اعلاميه کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان او امريکا د افغانستان د سولې په باب هر راز مرستې کولو ته چمتووالی ښودلی.

د اعلاميې په یوه برخه کې راغلي، چې افغانستان او پاکستان به وسله والو طالبانو دا ثابته کړي، چې خبرې اترې یو واقعي سیاسي هدف دی او دوی له دغې پروسې سره له تړلو پرته هيڅ بله چاره نه لري.

د دغې اعلاميې پر بنسټ، افغانستان او پاکستان د هغو وسله والو پر ضد مبارزه وکړي، چې د سولې له پروسې سره نه يو ځای کيږي او نور به اجازه ور نه کړي، چې د دوی له خاورې ترهګرې ډلې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان دولت تل پر پاکستان تور پورې کوي، چې دغه هېواد له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ او دغه ډلې په افغانستان کې مرګونې بريدونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *