د بغلان په برکه کې د داعش وسله والو ۷۰ کورنۍ مېشتې شوې

د بغلان ولایت په برکې ولسوالۍ کې داعش وسله والو ته د منسوبو کسانو تر فعالیت وروسته اوس د هغوی لسګونه کورنۍ هم په دې ولسوالۍ کې مېشتې شوې.

څو موده مخکې د ولایتي شورا ځينو غړو او د سیمې خلکو ویلي وو چې د برکې ولسوالۍ په تنګي مرچ سیمه کې داعش وسله والو ته منسوب کسانو فعالیت پیل کړی او16880_L16x9 دا هغه ځای دی چې مخکې په کې وسله والو طالبانو فعالیت درلود.

خو اوس را رسېدلي راپورونه وايي چې د داعش کسانو خپلې کورنۍ هم دې سیمې ته راوستلې دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محمدحنیف کهګدای وايي چې د داعش وسله والو خپلې شاوخوا اویا کورنۍ له نا معلوم لوري تازه د تنګي مرچ سیمې ته راوستلې دي.

هغه وويل چې د داعش یاد وسله وال په عربي او ازبکستاني ژبو خبرې کوي او په لوکسو موټرو کې چې تور بیرغونه پرې لګېدلي تګ راتګ کوي.

د ولایتي شورا د یاد غړي په خبره، د جندالله ډلې کسان چې مخکې له طالبانو سره یو ځای د دولت پر ضد جنګېدل، هم له داعش وسله والو سره یوځای شوي دي.

کهګدای زیاته کړه چې د داعش وسله وال اوس په سیمه کې د کسانو پر جذبولو بوخت دي او هغه کورنۍ چې خپل غړي ور نه کړي په بدل کې یې د یوه سرتېري د لګښت اندازه پیسې ترې اخلي.

د سیمې یوه اسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې په وروستیو دریو اونیو کې هره شپه د داعش وسله والو دوه یا دری کورنۍ دې سیمې ته راځي او اوس یې شمېر لسګونو کورنیو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: ((وسله والو کسانو د دوی د کورونو شاوخوا امنیت نیولی او خلک نه پرېږدي چې له نږدې یادې کورنۍ وویني.))

سرچینه وايي چې د یادو کورنیو غړي هم له خپلې محدودې بهر نه راوځي او د خلکو له سترګو پټ دي.

د يادونې ده، د روانې میاشتې په لومړیو کې د سیمې خلکو او د ولایتي شورا ځینو غړو خبرداری ورکړی و، که حکومت په برکه کې د داعش وسله والو په اړه اقدام ونه کړي، ناسم عواقب به ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *