روسيه پر عراق د ترکيي يرغل د نړيوالو حقوقو خلاف بولې
روسيه پر عراق باندې د ترکيي يرغل د بين المللي حقوقو خلاف عمل ګڼي.
دامطلب د روسيي د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري زخاروا څرګند کړی دي. د ملګرو ملتونو دامنيت شورا د ځينو استازو د غبرګون پر اساس که قضاوت وکړو، د ترکيي پو ځي فعاليت حتي ددوې د نږدي متحدينو دپاره ناببره خبره وه، د وی د خپل تړون په چوکاټ کې د پيوستون له کبله، دانقري پر دې عمل هيڅ نيوکه ونه کړه، کوم چې نړيوال حقوق يي تر پښو لاندې کړي دي. دامطلب زخاروا څرګند کړی دي. دعراقي مقاماتو د وینا له مخې د دسمبر پر ۴ نيټه د ترکيي د ټانک کنډک دعراق د نينوا ولايت ته په دې بهانه چې عراقي پوځيانو ته پوځي روزنه ورکوي تيري کړی دي. د عراق د يپلوماتيکې کړۍ او د بهرنيو چارو وزارت د ترکيي دغه اقدام يو «غليمانه اقدام » بللی دي.، چې د عراقي چارواکو سره په دې اړه موافقه نه ده شوی. د عراق د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دې اړه يي د ملګرو ملتونو دامنيت شورا ته رسمي شکايت کړی دي. ترکيي پخپل وار ویلي دي چې دنينوا په ولايت کې عراقي مليشو ته دزده کړي په موخه ورغلي دي.