د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې “د اسلامي دولت یا داعش ډله شاوخوا پنځه سوه میلیونه امریکایي ډالر د تیل150705120833_is_fighter_640x360_reutersو د کاروبار له لارې پیدا کوي. “

د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې د وزارت سرپرست مرستیال ایډم زوبین د پنجشنبې په ورځ وویل ” داعش د تیلو ډیره برخه د سوریې په رژیم او یو څه اندازه یې په ترکیې خرڅوي. “

د خزانې د وزارت دغه چارواکي ایډم زوبین وایي د اسلامي دولت ډله هره میاشت شاوخوا د څلویښتو میلیونو ډالرو په ارزښت تیل پلوري.

ښاغلي زوبین د لندن په چټام هوس کې یوې غونډې ته وویل چې “د اسلامي دولت ډله د تیلو ډیره برخه د بشارالاسد په رژیم پلوري.”

دی وایي”د اسد رژیم او داعش دواړه کوښښ کوي چې یو بل ووژني خو بیا هم هغوي د میلیونونو ډالرو په ارزښت د تیلو سوداګري کوي. “

د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، برتانیې او روسیې ټولو هوډ کړی چې د اسلامي دولت یا داعش ډله به له منځه وړي چې د عراق او سوریې ځینې برخې یې نیولي او د خپلو ناوړه کړونو لپاره د اسلام نه کار اخلي.

د امریکا اکثره هوایي بریدونه د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په مرکزونو کیږي خو روسیه بیا د سوریې په ټولو مخالفینو بریدونه کوي. حتی په هغو مخالفینو هم بریدونه کوي چې غرب یې ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *