په یمن کی د عربی متحده اماراتو ۷ تنه ملیشه وژل شوی دی
په یمن کی د عربی متحده اماراتو ۷ تنه ملیشه وژل شوی دی
۶ تنه کولمبیایی سرتیری او د هغوی د قطعی قوماندان چی استرالیایی افسر وو د حوثیانو سره په جګړه کی د یمن د باب المندب په سیمه کی وژل شوی دی.
ټول وژل شوی پوځیان د هغی پوځی قطعی په تشکیل کی وو، چی د عربی متحده اماراتو لخوا د بهرنیانو څخه په ځانګړی توګه د منځنی امریکا د هیوادونو د وګړو (ملیشه) څخه جوړه شوی وه. د وژل شوی افسر نوم فیلیپ سټیټمن یاد شوی دی.
د رسنیو د معلوماتو له مخی ویل کیږی، چی د بهړنیو سرتیرو څخه دغه جوړه شوی پوځی ډله د ایریک پرینس لخوا چی د Blackwater Worldwide په نامه د امریکایی پخوانی شرکت خاوند وو، جوړه شوی وه. د Blackwater شرمت په عراق کی داسی شخصی پوځ جوړ کړی وو، چی د امریکایانو په ځای یی دوی تور کارونه تر سره کول.
د دغی قطعی په تشکیل کی ۴۵۰ تنه پوځیان چی د پانامی، سلوادور او چیلی هیوادونو وګړی دی، په کی شامل دی. دغه ملیشه پوځیان د میاشتی د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ ډالرو پوری معاش اخلی. د اړونده چارو کارپوه شون ماکفیت په دی هکله وایی، چی مزدور (ملیشه) پوځیان د اقتصادی اړخه پرمختللو هیوادونو لپاره چی غواړی جګړو کی برخه واخلی، ښه ځواک او ښه پریکړه ده.