هوتك: په غزني كې د امنيتي ځواكونو ناسم چلند د سولې مخه نيولې د غزني د سولې عالي شورا ولايتي كمسيون وايي، له ولسي وګړو سره د امنیتي ځواکونو او دولت پلوه وسله والو ناسم چلند په دې ولايت كې د سولې د بهیر پر وړاندې ستر خنډ ګرځیدلی دی.

د غزني د سولې عالي شورا د سیمه يیز دفتر مشر خلیل الله هوتک دا خبره وكړه او زياته يې كړه د امنیتي ځواکونو يا دولت پلوه وسله والو د ناسم چلند او غیر قان77BF39A0-4F35-495D-82E5-DC18176ADB1E_w640_r1_sوني كړنو له كبله ډیری ځوانان د وسله والو مخالفینو لیکو ته مخه كوي او حتى هغه وسله وال چې غوښتل یې د سولي له بهیر سره یوځای شي بیرته له خپل هوډ څخه پرشا او خپل وسله وال مخالفت ته ادامه وركوي .

نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه د عملیاتو، له مخالفینو سره د نښتو او د لارو په اوږدو کې د چک پواینټونو پر مهال له ولسي وګړو سره ناوړه رویه كوي او د بې ګناه کسانو په نیولو، وهلو او حتى وژلو لاس پوري کوي: ((په غزني کې زموږ ستونزه داده، چې په ولسوالیو کې مو یو شمیر چارواکي د مخالفینو د جذبولو اهلیت نلري، امنیه قومندانان، سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون کسان خلک ځوروي، بې ګناه خلک وژني، تاسو خبر یاست حتى د خلکو پر نوامیسو تیری کوي، سلګونه وسله وال حاضر وو، چې راشي او د سولې له روان بهیر سره یوځای شي، خو د دغو کړنو له کبله یې خپل تصمیم او هوډ بیرته ګرځولی دی ))

هغه زياته كړه: ((شاوخوا ۳۰ وسله والو له موږ سره په مقر ولسوالۍ کې اړیکه در لوده او غوښتل یې نور له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي، خو د هغوی پر کورنیو او خپلوانو د همدې امنیتي منسوبینو د ظلم او تیریو له کبله هغوی بیرته پر شا شول. ماته حتى له کوټی ځینو کسانو حال راکړی، چې تاسې یوازې زموږ امنیت ونیسئ موږ چمتو یوو چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدو.))

هوتک دغه راز وايي، د غزني د ښار په منځ کې هم امنیتي منسوبین له لرې پرتو سیمو څخه راغلي کسان د اوږدې ږیرې، لونګۍ او کلیوالي جامو له کبله ځوروي او له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په پلمه یې نیسي .

خو د غزني ولایت امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل بیا دا په کلکه ردوي، چې ګواکې په دې ولایت کې دې د امنیتي ځواکونو په تیره بیا د ملي او سیمه يیزو پولیسو له لوري ناسم چلند د سولې پر وړاندي خنډ ګرځیدلی وي.

ښاغلي امرخیل کلید ته وویل، د سولې شورا له پولیسو سره هیڅ راز همغږي نه لري او تر اوسه يې د دغې ادعا په اړه ورسره هیڅ راز موضوع نه ده شریکه کړي:(( دا منو، چې په ځینې ولسوالیو کې محدود سیمه يیز پولیس او ډیری غیر مسووله وسله وال خلک ځوروي، خو دا زه په کلکه ردوم چې زموږ د منسوبینو ناوړه چلند دې د سولې پر وړاندې خنډ شوی وي، که چیرته داسې څه موجود دي نو ولې یې موږ نه یوو په جریان کې کړي؟))

د یادوني وړ ده، چې د غزني په نږدې ټولو نا امنه ولسوالیو کې ولسي وګړي د امنیتي ځواکونو په تیره بیا سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له زور زیاتیو، باج اخستلو او نورو غیر قانوني کړنو څخه سر ټکوي، خو دا لومړی ځل دی چې په دې ولایت کې د سولې شورا چارواکي هم د دوی له ناسمو کړنو او زور زیاتیو څخه غږ پورته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *