په جنوب ختيځ زون كې چاڼيز عمليات پيل شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/12/1dsdfsd.jpg)
په جنوب ختيځ زون كې چاڼيز عمليات پيل شوي د ۳۰۳ سپين غر زون قوندانۍ چارواکي وايي، په سهيل ختيځ زون کې يې د چاڼيزو عملياتو تر څنګ د امنيتي پوستو د ايجاد چاره پيل كړې ده.
د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، په ځينو سيمو کې يې چاڼيز عمليات روان دي او د اړتيا پر مهال به نورو سيمو ته هم عملياتي ساحه پسې پراخه کړي.
سپين غر زون قومنداني د هيواد د سهيل ختيځې حوزې اوه ولايتونه تر پوښښ لاندې لري، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې ناامنه پاتې شوي وو.
د دې زون قومندان اسدالله شېرزاد وايي، دوی د جنوب ختيځ زون په ځينو ساحو کې عمليات پيل کړي او په ځينو کې يې يې تابيا لري.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو لوی پاسوال محمد سالم احساس هم سهيل ختيځ زون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د پوليسو اوسنی وضعيت ښه وباله او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله يو له بل سره زياته همغږي لري.
نوموړي د امنيت د ښه والي لپاره د امنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د پوليسو پر همغږي ټينګار وکړ.
۳۰۳ سپين غر زون قومنداني په پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر، خوست، ميدان وردګو اوباميانو کې پوليسي چارې سمبالوي. دلته هم د هيواد د نورو ولايتونو په څېر له پوليسي ځواکه خلک تر يو بريده ناراضه دي. د لويو لارو په اوږدو کې د ولسي خلکو ځورونې، د امنيت په ټينګښت کې ناغېړي او په عموم کې له خلکو سره ناوړه چلند يې هغه څه دي، چې يو شمېر ولسي خلک ترې سر ټکوي