عراق يو ځل بيا له ترکيي غوښتي ترڅو ددوی له هيواده خپل سرتيري وباسي دعراق لومړي وزير له ناتو هم غوښتي ترڅو په دي موخه پر ترکيي فشار راوړي بله خوا عراقي ځواکونو د رمادي ښار ډيری برخي نيولي دي20146101192129595051_نقشه-عراق-موصل

د عراق لومړي وزیر د ناټو له لوی منشي سره په ټلفوني خبروکې ویلي: ترکیې ددوی له خوښې او خبر پرته عراق ته خپل ځواکونه استولي او باید انقره له دې سیمې خپل ځواکونه تر ټاکلې نیټې یعنې تر راتلونکو دوه ورځو وباسي او ناټو هم باید په دې برخه کې پر انقرې فشار راوړي.

حيدر عبادي/ ” عراق له ترکیې سره د ښو اړیکو د ساتلو په موخه له خپل دې ګاونډي هیواد څخه غواړي ترڅو خپل سرتیری بیرته ور وغواړي او د عراق ځمکنۍ بشپړتیا ته درنښت ولري دا زمونږ غوښتنه ده او له ترکیې غواړو ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته درنښت ولري.”

بلخوا د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: دوی د مخکینی هوکړې له مخې خپل ځواکونه عراق ته استولي د نورو سرتیرو له استولو به ډډه وکړي او د عراق له خاورې ددوی را ایستول پلان هم نلري.

تانجو بيگيج/ ” مونږ عراق ته د خپلو ځواکونو استول بند کړي او زه دا منم خو د اوس لپاره له عراقه د خپلو ځواکونو د ایستولو پلان نلرو لومړي وزیر هم په دې هکله له مونږ سره خبرې کړې دي.”

عراقي چارواکیو د ترکې دا ګام پر دوی تیری ښودلی او تیره ورځ هم په بغداد کې د ترکیې سفارت مخې ته یو شمیر کسانو په لاریون لاس پورې کړی وو

له عراقه د یوه بل خبر له مخې عراقي ځواکونو د الانبار ولایت مرکز رمادي ښآر ډيری سیمې د داعش له وسله والو پاکې کړې دي د عراق ګډو ځواکونو قومندانۍ ویلي: شپیته سلنه رمادي ښار د داعش له وسله والو پاک شوی او د دولتي ځواونو په شمال او سویل کې ديری سیمې چې پکې د داعش د وسلو یو لوی ساتنځای هم شتون لري نیولي دي. رمادي ښار د بغداد په یو سل شل کلیو مترۍ کې پروت ښار دی او له څو میاشتو راهیسې د داعش د وسله والو په واک کې وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *