د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندهار پر هوايي ډګر د وسلوالو طالبانو بريد کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي. خو په ولسي جرګه کې د کندهار استازي بیا دا شمیره شپږ څلویښت کسان بولي

د وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي، چې پر دغه هوايي ډګر ۱۱ وسلوالو بريد کړی، چې نهه يې وژل شوي، يو يې ټپي شوی او يوه يې د چارشنn00055403-tبې ورځې تر مازيګره مقاومت کاوه.

بريد تېره ورځ (سې شنبه، ډسمبر ۸مه) د ماښام په ۵:۳۰ پيل شو.

وسلوالو طالبانو ويلي پر دغه هوايي ډګر بريد دوی کړی دی.

دوی ويلي په بريد کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي چارواکو منلې چې بريدګر توانيدلي هوايي ډګر ته د ورتلونکې لارې له لومړۍ دروازې تېر شي.

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک ويلي:” بريدګر لومړی د يوه ښوونځي ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې د کندهار پر هوايي ډګر ډزې پيل کړې.”

د کندهار ولايتي چارواکي وايي په هوايي ډګر کې دننه ځواکونو د بريدګرو پر وړاندې ځوابي بريد پيل کړ او د دغه بريد د مهارولو لپاره سيمې ته کوماندو ځواکونه واستول شول.

په دغه ځای کې قول اردو، سرحدي زون، د افغان ځواکونو د اوسېدو کورونه او د بهرنيانو اډه موجود دي.

دغې سيمې ته یوازی هغو کسانو ته د ورتګ اجازه شته چې د پولیسو له خوا ځانګړي کارډونه ورکړل شوي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *