د پاکستان په پلازمينه کي د آسيا زړه هيوادونو ناسته نن پيل شوه ولسمشر محمد اشرف غني په دي غونډه کي د خپلو خبرو په لړ کي ترهگري يوه نړيواله ښکارنده ښودلې ويلي يي دي افغانستان د نړۍ په استازيتوب د ترهگرو له لوري ظلم گالي ښاغلي غني د افغانستان اصلي موخه د سولي ټينگښت ښودلي خو ويلي يي دي افغانستان د سولي په برخه کي د پاکستان پر هڅو شک لريghani_925575065

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن سهار اسلام آباد ته ورسید او د دې هیواد لومړي وزیر نوازشریف او د پوځ مشر له تود هرکلي سره مخ شو د آسیا زړه هیوادونو په ناسته کې یې یو خل بیا افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وښود وویل: مونږ د نړۍ په استازیتوب د ترهګرو له ظلم او تیري سره مخ یو. دوی ویلي زمونږ ښخې او ماشومان وژل کیږي او جوماتونه مو امن نلري دوی ویلي باید تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.

له دې سره ښاغلي غني د ترهرګرۍ پر وړاندې د سیمه ایزې او نړیوالې مبارزې غوښتنه کړې ویلي یې دي: د ترهګریزو ډلو د بیل والي لپاره باید یو سیمه ایز میکانیزم رامنځ ته شي. ولسمشر د افغان حکومت اصلي موخه د سولې ټینګښت ښودلې زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې د نړۍ د تولو هیوادونو له همکاریه هرکلی کوي، خو دوی له دې سره ویلي په افغانستان کې د سولې د تینګښت په برخه کې د پاکستان هڅو ته د شک په سترګو کتل کیږي.

ولسمشر تیرو نیمګړو کړنو ته په نغوتې سره ویلي: باید له لاسه وتلي فورصتونه باید جبران شي. دوی یوځلې بیا په سیمه کې د افغانستان مهمې جغرافیې ته په نغوتې سره ویلي مونږ زمونږ هیواد د منځنۍ او سویلي آسیا تر منځ د پول رول ادا کولای شي او افغانستان د څو مهمو هوایي ډګرونو په درلودلو سره د سیمې په ښه ترانزیتي هیواد اوښتۍ شي.

ددې غونډې په پیل کې د پآکستان لومړي وزیر نوازشریف هم په پرانستونکې وینا کې دا ناسته د سیمې هیوادونو لپاره اړینه وښوده وویل اسلام آباد په افغانستان کې سولې له ټینګښته ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د افغان لوړ پوړي پلاوې سربیره د هند، چين، ايران، روسيې، سعودي عربستان ، ترکيه، عربي متحده اماراتو ، آذربايجان، قرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونو او د دولسو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی دی

د آسیا زړه هیوادونو کنفرانس په دیارلس سوه یو نویم کال کې د افغانستان او ترکیې په نوښت د سیمه ایزو همکاریو په موخه رامنځ ته شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *