د امريکاولسمشری نوماند دونالد ترمپ څرگندوني ډیری کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي دي

سپيني ماڼۍ ويلي نومه وړی ددي څرگندونو له امله په ټاکنو کي د گډون صلاحيت نلري د جمهوري غوښتونکو گوند هم ويلي د ترمپ څرگندونې ددې گوند موضوع نه ده

د امریکا راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند مخکښ نوماند دونالد ترمپ دوه ورځې وړاندې ویلي وو، مسلمانان375469 د امریکا د امنیت لپاره ګواښ او خطرناکه دي او امریکا باید تر هغې ددوی د راتګ مخنیوی وشي ترڅو چې ددوی د ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نه وي نیول شوی. د ترمپ دا څرګندونې د امریکا په دننه او بهر کې له ډیریو نیوکو سره مخ شوې. سپینې ماڼۍ دده څرګندونې د تاریخ له کثافت دانیو سره پرتله کړي چې د تبیلغاتو او دروغو په ستنو ولاړې دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست خبریالانو ته ویلي: د امریکا د اساسي قانون اوصلو ته په کتو سره ترمپ په خپلو وروستیو څرګندونو سره د نوماندۍ حق له لاسه ورکړ.

جاش ارنست/ ” که چیرې دونالد ترمپ په ټاکنو کې بریالی شي لومړی کار چې دی به یې د ولسمشر په توګه تر سره کوي د اساسي قانون د پلي کیدو په هکله به سوګند وي خو ده چې تیره ورخ کومې خبرې وکړې د ولسمشری د نوماندۍ حق یې له لاسه ورکړی دی.”

د جمهوري غوښتونکو ګوند مشرانو د ترمپ څرګندونې رد کړې ویلي یي دي د ګوند موضوع دا نده او دوی د ترمپ له ځرګندونو دفاع نکوي.

پاول ريان/ ” په معمول ډول زه د ولسمشرۍ ټاکنو په کله نظر نلرم خو دا برخه استثنا ده او دا محافظه کاري نه ده هغه څه چې تیره ورځ وویل شول ګوند ترې دفاع نکوي او تر ټولو مهمه دا چې هیواد هم دا نه مني   اوس مسلمانان زمونږ په پوځ ولسي جرګه او هر اداره کې خدمت او له اساسي قانون څخه دفاع کوي.”

د امریکا دفاع وزارت ویلي: د دونالد ترمپ څرګندونې د داعش ډلې د ځواکمنیدو لامل ګرځي او د امریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم له داعش سره د جګړې پر مهال د ترمپ دا څرګندونې ناسمې بولي. د ولسمشری یو شمیر نورو نوماندانو هم د ترمپ څرګندونې توپیره ایزه او د امریکا ملي امنیت پر وړاندې ګواښونکې ښودلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *