د اروپايي پارلمان د رپوټ له مخې د «اسلامي دولت» ترهګره ډله په (فزيک،کيميا، او پروګرام جوړوني» په برخه کې پوهان او متخصيصين استخداموي چې د کارپوهانو په قول لومړۍ دنده يي داده ، چې ددوی پواسطه اتومي وسلې جوړې کړي او په راتلونکې کې په تر هګرۍ بريدونو کې ترې استفاده وکړي079634.

دامطلب د المان ورځپاني د ولت ورکړی دي. «- «اسلامي دولت » د بهر څخه په سلګونه تنه استخداموي چې ددوی په ډلې کې هغه کسان هم شامل دي چې په لويديځو هېوادونو کې يي په فزيک، کيميا او پروګرام جوړولو کې زده کړې کړي او له پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي. د کارپوهانو په عقيده دوی د ساده اومعمولي موادو څخه وژونکې وسلې جوړوي». دامطلب په اروپايي پارلمان کې کارپوه بناتريس امينکامپ څرګند کړی دي. دغه ورځپآنه زياتوي ترهګربه په نوی ترهګرۍ بريدونو کې دبیالوژيکي ، ‌ذروي او د کيماوي وسلوڅخه کار اخلي — په لاس جوړ شوی بم چې مواد به يي ډير خطر ناک وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *